جلال اباد ښار: ځانګړو ځواکونو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۴، پنج شنبه)

د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

دغه عمليات تیره شپه د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند په مجبور اباد سيمه کې ترسره شوي دي.

مدني فعالان وايي، عمليات صفر دو قطعې ترسره کړي او په ترڅ کې يې د قاضي قادر، جهانزيب زاخيلوال، صبور زاخيلوال او بهادر په نوم څلور ورونه په ډيرې بې رحمۍ سره وژلي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، چې یادو وروڼو هيڅ کومې وسله والې ډلې سره اړيکې نه لرلې، یو يې دولتي مامور او درې تنه صرافان و چې د یوه ورور د حج مراسمو خوښۍ لپاره راټول شوي و.

د سيمې خلکو د وژل شويو ځوانانو جسدونه د ننګرهار ولايت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راوړي او د دغه وژنې د عاملينو د مجازارت کولو غوښتنه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د صفر دو قطعې په عملياتو کې ملکي خلک هدف ګرځي بلکې تر دې مخکې هم د صفریک، صفر دو، صفر سې او د بهرنيو ځواکونو پورې مربوط ځانګړو ځواکونو په قصدي ډول پر ملکي ميشت ځايونو شپنۍ چاپې اچولي چې د سپينګيرو او کوچنيانو په شمول پکې ښځينه و ته هم مرګ زوبله اوښتې او دغه لړۍ لا هم د هيواد په بيلابيلو سيمو کې روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button