ټایم مجله: طالبانو سره د موافقې په اړه د پامپيو بديل خليلزاد کيدلای شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۴، پنج شنبه)

امريکايي رسنۍ ټايم مجله لیکي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو شخصا طالبانو سره د سولې موافقې له لاسليک څخه په شاه شوی دی.

مجله ليکي، که مایک پامپيو طالبانو سره د سولې پر تړون لاسليک وکړي نو دا به د طالبانو په رسميت پيژندل وي چې همدې کار نوموړی پر یاد تړون له لاسليکه په شاه کړی دی.

سرچينه زياتوي، په دغه مسئله کې زلمی خليلزاد د مایک پامپيو ښه بديل کيدلی شي او يا ښايي چې دواړه خواوې ګډه اعلاميه خپره کړي چين، روسيه او چاپان به يې ملاتړ وکړي.

تر اوسه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې خو ټایم مجله وايي، تيره ورځ د امریکا دفاع وزير له ټرمپ سره د يادې هوکړې پر سر خبرې کړي او که چيرې ټرمپ پر یاده هوکړه لاسليک وکړي نو په ۱۳۵ ورځو کې به ۵۴۰۰ امریکايي پوځيان له افغانستانه را وويستل شي.

د ټایم په مطلب کې راغلي، طالبانو خپل جنګيالي ډاډمن کړي چې امريکا په یوه کال کې افغانستان پريږدي او خپلو  قومندانانو ته يې سپارښتنه کړې چې کاميابۍ ته چمتووالی ونيسي، له انتقام لاس واخلي او هغه کسان خپل کړي چې کابل ادارې سره يې کار کړی.

د سرچينې په خبره، په ارګ کې د اشرف غني او خليلزاد تر منځ پر یادې معاملې جنجال هم راغلی او خليلزاد ورته ويلي، له مجبورې به دا معامله مني ځکه چې افغانستان جګړه بایللې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button