د محمد مرسي کشر زوی عبدالله مرسي د زړه د حملې له کبله ومړ

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۴وږی، ۱۳۹۸)

د مصر د پخواني وفات شوي لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي کشری زوی د زړه د حملې له کبله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د عبدالله مرسي مشر ورور له اناتولیا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د دوی کشری ورور عبدالله مرسي د زړه د ناڅاپه حملې له امله ومړ.

د محمد مرسي د کورنۍ مدافع وکیل عبدالمنیب عبدالمقصود هم د محمد مرسي د کشري زوی عبدالله مرسي مړینه تائید کړې ده.

د ځینو راپورونو له مخې چې عبدالله مرسي هم د خپل پلار په څېر د مصر د واکمن لخوا په مرموز ډول وژل شوی خو په دې اړه لا تر اوسه کره شواهد نشته.

د عبدالله مرسي د مړینې خبر په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د روان کال د جون په میاشت کې د نوموړي پلار محمد مرسي هم په داسې حال کې ساه ورکړه چې د محکمې سالون ته له زندانه راوړل شوی وو.

د محمد مرسي نه پنځه اولادونه احمد مرسي، شیما مرسي، اسامه مرسي، عمر مرسي او عبدالله مرسي پاتې وو چې وروستي یوه یې نن ژوند له لاسه ورکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button