مایک پامپيو: د دې وخت دی چې افغانستان کې نظامي ماموريت پای ته ورسوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۵، جمعه)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو ويلي، د دې وخت رارسيدلی چې باید په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته ورسوو.

پامپيو وايي، افغانستان ته د امريکا د راتګ موخه د القاعده ختمول و چې په دغه کار کې بريالي شوي او نور په افغانستان کې د پاتې کيدلو لپاره هيڅ دليل نشته.

په وروستيو کې امريکا له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو پر سر مذاکرات پيل کړي چې د باوري سرچينو په وينا مذاکرات ۹۹ فیصده بریالي شوي او یوازې د دواړو لوريو له خوا پر یاده هوکړه لاسليکونه پاتې دي.

امريکا په یاده هوکړه کې منلې چې د اتلس میاشتو په موده کې به ټول ځواکونه له افغانستانه اوباسي او طالبان به د دې ضمانت ورکوي چې له افغانستانه به امريکا ته ګواښ نه پيښيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button