د کندز خان اباد ولسوالۍ طالبانو ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۵، جمعه)
د کندز د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حيات الله اميري وايي، نن سهار طالبانو پر دغه ولسوالۍ بريد کړی و چې د مرستندويه ځواکونو نه رسيدو له کبله يې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلې ده.
د اميري په خبره، طالبانو په خان اباد ولسوالۍ له څلورو خواوو بريدونه وکړل او د غرمې نږدې دولس بجو په شاوخوا کې يې د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا ټولې دفاعي پوستې ونيولې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د يادې ولسوالۍ، امنيې قومندانۍ او شاوخوا ټولو امنيتي پوستو نيول تاييد کړي په وينا يې په دغه جګړه کې لسګونه عسکر، پوليس وژل شوي او ټپيان دي.
د مجاهد په وينا، ډيری وسلې، مهمات او نظامي توکي د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده، چې نن سهار طالبانو د فراه پر مرکز بريد کړی چې تر دې دمه يې ډيری نظامي مرکزونه او دولتي تأسيسات نيولي او لا هم د فراه پر امنيې قومندانۍ او ولايت ته نږدې جګړه روانه ده.



