چین ته په لومړي ځل د حيرتان بندر له لارې افغان صادرات پيل شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۵، جمعه)

د بلخ ولايت د حيرتان بندر له لارې په لومړي ځل چين ته د افغان سوداګريزو توکو صادرول پيل شول.

پرون د پنج شنبې په ورځ په حيرتان ښارګوټي کې په دې اړه مراسم جوړ شوي و چې د افغان چارواکو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان او چین استازو هم پکې ګډون درلود.

چارواکي وايي، له حیرتان بندر څخه اورګاډی روان شوی چې يوڅلويښت ډبو کې يې د ۱۱۰۰ ټنه وزن په لرلرو د تالک ډبرې بار کړي او په يوولس ورځو کې به د چين ياووای ښار ته رسيږي.

د چین- حیرتان پټلۍ چې له ازبکستان او قزاقستان تېرېږي له ۲۰۱‍۱ کال راهیسې پیل اول ځل په ۲۰۱۶ کال کې د توکو لېږد ته تیاره شوه.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزير یما یاري وايي، له هغه وخت راهيسې چې ياده پټلۍ جوړه شوې یوازې به له چین توکي صادريدل او له افغانستانه به تش تلل په وينا يې دا لومړی ځل دی چې په ازمايښتي ډول افغان توکي چین ته صادريږي.

د نوموړي په وينا، دغه ډبرې لومړی پروسېس کيږي او وروسته ترې په طبي درملو کې کار اخيستل کېږي.

د سيمه ييزې ادارې چارواکي وايي، د پټلۍ له لارې د افغان توکو صادرول د هوايي دهليزونو په پرتله ګټور تماميږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو د معلوماتو له مخې، چین تير کال افغانستان ته د يو مليارد او درې سوه میليونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي او تمه ده چې چين ته هم د افغانستان صادرات تر ۶۰ ميليونو ډالرو لوړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button