واشنګتن ته؛ دحکومت مشر اعلان شوی سفر وځنډېد

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)

سهار راهیسې ځینې رسنیو راپورونه ورکړي و چې حکومت مشر اشرف غني به دیو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا واشنګتن ته سفر وکړي، خو طلوع نیوز دبعضې سرچینو په حواله ددغه سفر له ځنډ خبر ورکړی دی.

وړاندې ویل شوي وو چې محمداشرف غني به د سپټمبر په ۷ مه دشنبې په ورځ امریکا ته ولاړ سي، او د یکشنبې په ورځ به له امریکایي ولسمشر سره دافغان سولې په تړاو خبرې اترې وکړي.

ددغه سفر دځند لاملونه لاهم ندي په ګوته شوي، او نه هم لا تراوسه ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی.

داپه داسې حال کې ده چې وسلوال طالبان او امریکا یوې موافقې ته رسېدلي، خو دکابل حکومت شوی توافق دخپل اساسي قانون نقض او پر وړاندې یې مخالفتونه راپاروي.

دیادونې وړ ده چې دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نهم پړاو خبرو وروسته کابل ته دخپل سفر په ترڅ کې د شوې مسودې یوشمېر ټکي چې بین الافغاني مذاکرات، طالبان دامارت په نام پېژندل، دامریکایي قواوو خروج، او اوربند پکې شامل و شریک کړل.

په همدې اساس دکابل حکومت یوشمېر اندیښنې وښودلې، دطالبانو پروړاندې یې دامریکا تنزل دمنلو وړ ونه باله، او وې غوښتل چې طالبانو سره دتېر په څېر ماشومانه تعامل وکړي.

له دې مخالفتونو وروسته دامریکاځانګړی استازی او دناټو عمومي قومندان په نا اعلان شوي سفر قطر ته ولاړ او په هماغه ساعت یې مذاکراتو کې شرکت وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button