ولسمشر غني اخر هم د سولې دښمن وخوت!!

غورځنګ
دا چې د طالبانو او امریکايانو تر منځ د سولې اړوند مذاکراتو تقريباً لس پړاو پيل کېدونکی دی، او په دغو ټولو پړاوونو کې مهم موضوعات چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو وتل او بيا له راتلونکي افغانستان څخه امریکا او نورې کفري نړۍ ته د خطر نه پېښېدل دي؛ مطرح شول او په نهم پړاو کې پر همدې موضوعاتو د هوکړې لپاره يوه مسوده چمتو شوه او بيا د دواړو لوريو مشرانو له لوري پرې د لاسليک غوښتنه وشوه، دواړه لوري د مذاکراتو ټيمونه خپلو هېوادونو ته د سلا مشورو کولو لپاره او پر مسوده د خپلو مشرانو د لاسليک کولو لپاره لاړل.
که څه هم له دې مخکې ګومان کېده چې ولسمشر غني په هر اړخ کې د سولې مخالفت کوي او غواړي چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستان څخه نه وځي، نو په دې اساس د سولې مخالفت کوي، د ولسمشر غني د مخالفتونو طرحه څه داسې وه چې کله به يې د طالبانو د مذاکراتي ټيم اړوند د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته خط ولېږه او پکې لیکلي به يې وو چې طالب مشران چې د امنيت شورا په تور لست کې شامل دي، ولې دومره په ازادانه توګه مختلفو هېوادونو ته سفر کوي؟؟
کله به يې بيا ټرمپ ته داسې ليک ولېږه چې ټرمپ بايد خپل عسکر له افغانستان څخه ونه باسي او نه هم بايد د عسکرو په وېستلو کې دومره عجله وکړي.
خو اوس چې په دې اړه د دواړو لوريو (طالب، امريکا) تر منځ د سولې اړوند يوه مسوده چمتو شوې ده او دواړه لوري هڅه کوي چې په خپلو مشرانو باندې دغه مسوده لاسليک کړي، خو کله چې خليلزاد د مسودې کاپي کابل ته راوړې ده او غوښتل يې چې نوموړې مسوده ولسمشر غني او د نورو سياسي ګوندونو مشرانو ته وړاندې کړي. نو ولسمشر غني د مسودې له کتلو وروسته له خليلزاد سره لفظي شخړه کړې ده، او د مسودې متن او هوکړه يې د امريکا د منځته راوړي جمهوريت په خلاف بللی دی، او د دغې مسودې د هوکړې او متن کلک مخالفت يې کړی دی.
خو لنډه دا چې تر دغې لفظي شخړې وروسته ولسمشر غني واشنګټن ته غوښتل شوی دی او د ځينو شنونکو په وينا نوموړی ټرمپ احضار کړی دی.
نو په پای کې وايو چې ولسمشر غني اخر هم د دې مسودې د متن او هوکړې پر سر له خليلزاد سره د لفظي شخړې له امله له سولې سره خپله دښمني وښوده.
که څه هم له سولې سره دښمني او د خپل واک بقا له سولې سره د ولسمشر غني دښمني بلل کېده خو اوس دا دی له دې هوکړې کتلو او مخالفت وروسته ټول افغانانو په دې پوه شول چې ولسمشر غني اخر هم د سولې دښمن وخوت!



