خليلزاده! طالبان دې ايله اوس وپېژندل؟؟

غورځنګ
خليلزاده!
کله چې ستا بادارنو پر افغانستان باندې په دې بهانه خپله وحشيانه حمله کوله چې ګواکې دلته اسامه بن لادن مېشت دی او طالبان يې امريکا ته نه سپاري په داسې حال کې چې طالبان لا هغه وخت هم په خپله دعوه کې رښتيني وو او هېڅکله يې هم پر افغانستان باندې حمله کول نه غوښتل او نه يې هم دا غوښتل چې يو سړی دې بې ګناه د امریکا وحشي منګولو ته وسپاري.
نو تا هغه وخت څه فکر کاوه؟ چې طالبان د پرديو په واک کې دي چې له امريکا سره ډغرې وهي؟؟
کله چې امريکا يرغل او حمله وکړه او خپل وحشيانه بمبارونه يې پيل کړل او د شمال په وحشي او لېوه توره ټلوالې يې په زرګونو طالبان شهيدان کړل، هغه وخته به هم تا دا ګومان کاوه چې طالبان خپلواک نه دي او د پرديو لپاره قرباني ورکوي؟؟
خليلزاده!!
له نورو اضافي خبرو به تېر شو، دې ته به راشو کله چې مذاکرات پيل کېدل او طالبانو د مذاکراتو لپاره خپل پلاوی وټاکلو نو تا څه فکر کړی وو؟ چې پاکستان ته دې منډه وکړله او ورڅخه ودې غوښتل چې په طالبانو فشار راوړئ! چې د امريکا هر ډول شرائط ومني. نو دا دې په طالبانو ثابته کړه؟ چې رښتيا هم د پاکستان خلک دي؟؟
بيا دې چې د طالبان په اړه د مذاکراتو په جريان کې ډول ډول افواهات نشرول او ټويټ کول دې، نو بيا دې هم دا ګومان کاوه، چې طالبان خپلواک نه دي او د بل لپاره دومره لويه قرباني ورکوي؟؟
خو زه دا د الله ج لوی فضل او د طالبانو د هغو قربانيو برکت او د دوی کرامت ګڼم چې ستا پشان يوه امريکا پلوي او د امريکا ګټو ته ژمن شخص هم طالبان خپلواک وبلل او ودې ويل چې طالبان د بل لپاره نه، بلکې د خپلې ازادۍ د ګټلو لپاره جګړه کوي.
کنه ته خو به په بار بار په ګاونډيو هېوادونو باندې ګرځېدې تر څو ورڅخه وغواړې چې په طالبانو باندې فشار راوړي او د فشار په نتيجه کې د سولې کرېډېټ امريکا ته ورکړې، خو اوس هم ستا ذهن تر غني او نورو غلامانو ښه ځکه بولم چې په لسو مياشتو کې يې طالبانو وپېژندل، خو افسوس په هغه فکر او عقل چې لا هم د طالبانو په اړه منفي فکر لري او خپل واک د بقا لپاره دغه د ازادۍ پتنګان طالبان پرديو ته منسوبوي.



