(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۷، یکشنبه)
د کندهار ښار اوسيدونکي وايي، چې ملي امنيت يې ملا امام له ځان سره وړی او وروسته يې تر سختو شکنجو لاندې وژلی دی.
د ښار د پنځلسمې حوزې اوسېدونکو د نوموړي ملا امام د وژلو په غبرګون کې لاريون کړی.
ولايتي چارواکي وايي، په دې اړه به پلټنې وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار ښار کې د مسجد ملا امام د ملي امنيت له لوري لومړی شکنجه او وروسته وژل کيږي بلکې تر دې مخکې هم له کندهار ښار او شاوخوا سيمو څخه د ملي امنيت اړوند کسانو علماء، مخور او سوداګر په بيلابيلو پلمو له ځان سره وړي، شکنجه کړي او ډيری يې وژلي هم دي چې وروسته د ښار په څنډو کې غورځولي دي.
















