لږ انتظار به وکړو، هر څه به روښانه شي، ټرمپ ولې غوسه شوی؟

نظرمحمد مطمئن

‏۱ – دا چې راپور ورکول شو چې د شنبې ورځ به ډاکټر غني واشنګټن ته ځي، بیرته د هغه سفر وځڼډول شو، او په عجله خلیلزاد قطر ته ولاړ، کیدای ‏شي طالبانو به نه وي منلي چې واشنګټن ته ولاړ شي او هلته له ټرمپ سره وګوري.‏

‏۲ – ممکن طالبانو به ښه ګڼلې وه چې له ټرمپ سره کوم بل هیواد کې وګوري، او دا ممکن وه چې د ټرمپ هم په تړون لاسلیک وکړي، ځکه خلیلزاد ‏هم اشاره ورته کړي وه.‏

‏۳ – طالبانو به نه غوښتل چې په یو وخت کې په یوه ورځ او یوه نیټه، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون لاسلیک سره هم مهاله په همدې ورځ په ‏بل اطاق کې د امریکا او افغان حکومت تر منځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شي، چې امریکا همداسی یو پلان درلود.‏

که په یوه ورځ د طالبانو- امریکا ترمنځ تړون، او بل خوا د امریکا – افغان حکومت ترمنځ اعلامیه لاسلیک شوی وای، بیا نو امریکا ویل او په خپلو ‏رسمي یادښتونو او تاریخې پاڼو کې به یې لیکل چې  د افغانستان د مشروع حکومت په غوښتنه خپل پوځیان وباسي. ځکه به طالبانو نه وي منلي ‏چې امریکا کې له ټرمپ سره لېدنه وکړي.‏

خلاصه: کیدای شي طالبانو د امریکا تګ ته زړه نه وي ښه کړی، او ټرمپ همدې کار په غوسه کړي وي. ټرمپ یوازي د مجلس د لغوه کېدو ویلي، ‏او د خبرو د ځنډ، د مذاکراتو لغوه کېدل  نه دي ویل شوي، کیدای شي سپینه ماڼې پر دي بیا ځل بحثونه وکړي. انتظار شئ

مربوطه مطالب

Back to top button