راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي
له نږدې لس میاشتو راهیسې دطالب او امریکایي لوري ترمنځ مذاکراتو جریان درلود، هر پړاو افغانانو برخلیک ټاکونکی باله، خو ځینو د یهودو تېرو لوبو ته په کتو چندانې خوشبیني نه ښوده.
تر نهه پړاووه وروسته فکر کېده لسم پړاو به دتوافقنامې دپای او لاسلیک لپاره منتخب، او افغان مظلوم ولس ته یو زېری راوړونکی راونډ ونومول شي.
خو هسې ونشول! افغانان بر عکس یوې خونړۍ جګړې ته ننوتونکي ښکاري چې تېر کلونه به نسباً سوله او امن شمار کړل شي.
درې ورځې وړاندې واشنګتن ته د ولسمشر اشرف غني دتګ او بیا دلغوه کېدو ضد اونقیض راپورونه هم تر سترګو شول چې موږ یې په دې لوبه شکمن کړو.
له دې ټولو پرمختګونو باوجود مونن یو داسې خبر ترسترګو شو چې ملت ته زورونکی او د راژوندۍ شویو هیلو وژونکی وو.
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کابل کې دتېر برید او امریکایي سرتیري د وژلو په غبرګون کې له طالبانو سره دمذاکراتو روان بهیر لغوه اعلان کړ.
طالبانو لاهم تر اوسه خپل رسمي نظر ندی څرګند کړی خو سیاسي شنونکي په دې اړه مختلفې شننې کوي.
دپوهنتون استاد اوسیاسي شناند اسد وحیدي په دې اړه وایي، اصلي کيسه څه ده؟
– ټرمپ غوښتل طالب مشران امريکا ته ورشي، خو طالبانو په درېيم هېواد کې پر خبرو ټينګار کاوه.
– ټرمپ غوښتل لومړی له حکومت سره ګډه اعلاميه لاسليک شي او بيا له طالبانو سره هوکړه ليک، څو وښيي چې له افغان حکومت سره د هوکړې پر اساس خپل ځواکونه وباسي، نه له طالبانو سره د توافق پر اساس، خو طالبان له دې سره هم موافق نه وو.
– ټاکل شوې وه له طالبانو او حکومت دواړو سره د يک شنبې په شپه په کېمپ ډېوېډ کې دا لاسليکونه شوي وی.
– په همدې خاطر امريکا ته د اشرف غني سفر وځنډيده او په همدې خاطر د سولې خبرې هم بندې شوې.
– يوه اونۍ وړاندې هم دوه امريکايي سرتيري ووژل شول، خو ټرمپ اوس د يو سرتيري وژل پلمه کړل؟
سیاسي شناند نظرمحمد مطمئن هم ورته مسائل دمذاکراتو دلغوه کېدو اصلي عوامل یاد کړي دي، اودا اقدام یې یو احمقانه بللی دی.
دافغانانو غبرګونونه
دټرمپ له اعلان وروسته دطالبانو ملاتړو او نورو افغانانو خورا احساساتي او قهریدلي غبرګونونه ښودلي، ځینو یې دجنګ ډګر ته دتګ او نورو یې آن دخپلې خاورې دازادۍ لپاره له ځانه دبمونو تړلو شعارونه بدرګه کړي.
او داهم کومه بعیده نده چې داجګړه به لاخونړۍ کیږي او یوپه لسه به زور اخلي.
ولې چې امریکا لا هم له خپل مغرور اس نه کوزیږی، هاغه چې اشغال شوی اونن هرچا په حقانیت منلی؛ ولې تنزل وکړي؟
دحل لاره؟
دحل لاره یې همدغه ده چې امریکا دې له طالب مرکچیانو سره خارجي ابعاد فیصله او داخلي موضوعاتو ته دې دبین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعده کړي.
















