لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي!!!

د افغانستان تاریخ ثابته کړې چې هر یرغلګر په دې هیواد برید کړی له پیسو، وسلو او افرادو ختمیدل خو پریږده آن له مغزو یې خلاص کړي خوشال بابا خو هسې ندي ویلي چې:
لا تر اوسه یې ماغزه په قرار ندي
چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی
د خوشال بابا دا شعر هسې هوایي خبره نه وه نه ده او نه به وي بلکې د تاریخ په اوږدو کې عملا ثابته شوې چې هر یرغلکر له دې ملت سره ډغره وهلې هغه روغ ندی پاتې شوی او که کو یو قدرت روغ وېستلی نو له مغزو خو ضرور خلاص شوی تاسې اوس د ټرمپ کړو وړو ته ځیر شئ څومره په اوتو بوتو سر دی ضد او نقیض څرګندونې کوي یو غر په بل غر ولي نن یوه پریکړه کوي او سبا بله کله نرم شي او کله یو دم احساساتي کله وایي فوځونه باسم کله وایی یو ملیون افغانان وژنم کله وایی بی مذاکراتو ووځم کله وایي بیخي نه ووځم دا ټول که د لېونتوب نښې نه وي نو به څه وي؟
دا ټول د افغان د تورو شرنګار دی چې له ټرمپ یې لار ورکه کړې تاسې به د ده د لېونتوب او حماقت ډیر څه نور هم وویني چې تر څو افغاني ګوازارونه پرې حواله کیږي



