په ګرين ویلج له برید وروسته المان خپل سرتيري له کابل ښار ايستلي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۸، دوشنبه)
په ګرين ويليج بهرني کمپ د طالبانو له بريد وروسته المان خپل ټول ځواکونه له کابل ښاره ايستلي دي.
د المان شپيګل مجلې په راپور کې راغلي، چې د دغه هيواد د پراختياي همکاريو یو شمير کارکوونکي او د المان فدرالي پوليس له کابل ښاره ايستل شوي دي.
راپور زیاتوي، المان دغه پريکړه په کابل ښار کې په ګرين ويليج د طالبانو له سرتيري برید وروسته کړې ده.
د سرچينې په وينا، له کابل ښاره ايستل شوي ځينې الماني پوځيان او کارکوونکي مزارشريف ښار ته وړل شوي او ځينې نور يې بيا د کابل په هوايي ډګر کې يوې پوځي آډې ته ليږل شوي دي.
راپور کې راغلي، چې له یاد بريد ورورسته د المانيانو ټولې پروژې هم ځنډول شوي دي.
شاوخوا یوه نيمه اوونۍ مخکې طالبانو د کابل ښار په ګرین ویليج سيمه کې د بهرنيانو يو کمپ د سرتيري او وسله وال بريد هدف وګرځاوه چې په وينا يې لسګونه بهرنيانو او حکومتي عسکرو ته يې پکې مرګ ژوبله واړوله.


