کابل ښار کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۸، دوشنبه)
د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند په شهرک اريانان څلور لاري کې درنه چاودنه وشوه.
پوليس وايي، دغه چاودنه نن يوولس بجې د سليم کاروان سيمه کې شوې چې د نوعيت او تلفاتو په اړه به يې وروسته رسنيو سره معلومات شريک شي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې بم وړاندې له وړاندې د سړک په غاړه ځای پر ځای شوی و او په دغه چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د سنبلې اتلسمه د مسعود پلويان د هغه د مړينې اتلسم تلين مراسم لمانځي او د کابل ګارنيزيون د خبرداري سربيره يې د ښار په بيلابيلو برخو کې هوايي ډزې پيل کړي دي.
هر کال د مسعود تلين د لمانځنې پر مهال د هغه پلويان په کابل کې مارش او هوايي ډزې کوي چې ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله هم اوړي.


