د مسعود پلويانو د کابل ګارنيزيون یو سرتيری په ډزو وژلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۸، دوشنبه)

نن د سنبلې اتلسمه د مسعود پلويان په کابل کې د هغه د مړينې د مراسمو لمانځنې پر مهال په ښار کې مارش پیل کړی او ډزې کوي.

د کابل ګارنیزيون تر دې مخکې خبرداری ورکړی و او مسعوديان يې د هغه د تلين پر مهال له ډزو منع کړي و خو نن له سهاره د کابل په بيلابيلو برخو کې د مسعود پلويانو مارشونه پيل کړي او ډزې هم کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روحا لله احمدزی وايي، د مسعود پلويانو چې په وسلو سمبال و د ترافيکو له څلور لاري سره د ګارنيزيون یو سرتیری په ډزو وژلی دی.

ويل کيږي، په ځينو نورو سيمو کې هم خلک ټپيان شوي دي.

هر کال د مسعود تلين د لمانځنې پر مهال د هغه پلويان په کابل ښار کې مارش  او هوايي ډزې کوي چې ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

Related Articles

Back to top button