ایران: امریکا دې افغانستان کې خپله شرمېدلې ماتې ومني او خپل سرتیري دې وباسي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)

ایران دامریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو ټویټونو اندیښنه او توند غبرګون ښودلی چې له مخې یې طالبانو سره دمذاکراتو لړۍ لغوه اعلان کړه.

د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خورا اندېښمن دي، ځکه دلته له رامنځ ته شوي وضعیت بهرنیان د خپلو ګټو لپاره کار اخلي.

دده په خبره په دې توګه به په دغه هېواد کې د جګړو او وینې تویېدنې نوی پړاو پیل شي چې د هېچا په ګټه نه دی.

نوموړي پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې خپلې ماتې ومني او له دغه هېواد خپل ځواکونه ژر تر ژره وباسي.

ظریف ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د سیاسي حل ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته هم تیار دي.

دایران ترڅنګ پاکستان، چین اوځینې نورو هېوادونو هم دمذاکراتو په لغوه کېدا غبرګون او اندیښنې ښودلي، اوهیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري دې ژر تر ژره دتېر په څېر بیا د روانې پروسې تکمیل ته مخه کړي.

Related Articles

Back to top button