“ټرمپ ځکه خبرې ودرولې چې طالبانو د امریکا شرطونو ته غاړه نه ایښوده”

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۸وږی، ۱۳۹۸)
مشهورې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي چې ډونالډ ټرمپ ځکه له طالبانو سره خبرې ودرولې چې طالب مشرانو د امریکا غوښتنې نه منلې.
ورځپاڼه لیکي چې د خبرو د دریدلو یو علت دا وو چې ټرمپ په بیړه په ډېوېډ کمپ کې د غونډې تابیا نیولې وه، طالبانو تیره ورځ په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې دېته په اشاره ویلي وو: “د امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه ډاکټر زلمی خلیلزاد د اګست د میاشتي په ورستیو کې راکړه موږ یاد سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پوري ځنډولی و.”
نیویارک ټایمز د طالبانو د یوه مشر له قوله لیکلي چې که ټرمپ غواړي په واشنګټن یا کوم بل ځای کې طالبان د افغان حکومت سره کینوي او جوړجاړي ته یې سره ورسوي؛ نو دا ځکه ناممکنه ده چې طالبان افغان حکومت هېڅکله په رسمیت نه پیژني.
د یادونې وړ ده چې ډونالډ ټرمپ وړمه شپه په څو پرلپسي ټویټونو کې له طالبانو سره د امریکایانو د سولې روانې خبرې ودرولې.
ټرمپ دا اقدام په داسې وخت کې وکړ چې په قطر کې دواړو خواوو توافقنامه د قطر حکومت ته د اعلان لپاره سپارلې وه او دوی یې د اعلان او د لاسلیک په تیاریو بوخت وو.
طالبانو د ټرمپ دې ټویټونو ته یوه معقوله اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د دې تاوان به تر بل هر چا زیات امریکا ته ورسیږي.



