کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)
بهرنۍ رسنۍ وایي چې نن دوشنبه لبنان ته څېرمه دحزب الله ډلې یوه اسرائیلۍ الوتکه ویشتلې او رانسکوره کړې ده.
راپور زیاتوي، یاده الوتکه د حزب الله ډلې سره تړلې المنار شبکې د لبنان پولو ته څېرمه په نښه کړې ده.
المنار شبکې د دې خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې دوی به د اسرائیلو پر ضد هر ډول عملیات دوامداره وساتي.
د یادې ډلې د اعلان له مخې دا الوتکه چې د لبنان خاورې ته دننه شوې وه، د دوی د ځواکونو له لورې نسکوره شوې ده او همدا اوس د دوی په واک کې ده.
اسراییل که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ایراني رسنیو د دې الوتکې انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې یې ده، دا الوتکه د لبنان رامیه ښار ته روانه وه چې په نښه شوه.


















