کابل ټکی کام ۲۰وږی/۱۳۹۴
راپور: محمد سمیع سعادت
القاعدې ډلې د هغو امريکايي مشهورو سوداګرو نوم لړ خپور کړ کوم چې په نښه شوي دي.
د NBC News تلیویزیون خبري چینل خبر ورکړی، چی د «القاعدی» جهادي ډلې د هغو امریکایي سوداګرو چې په نښه شوي دي، د نوم لړ په خپرولو سره دغو غټو پانګوالو ته ګواښونه کړي، ورڅخه یې غوښتي، که چیرې دوی خپلې پیسې د امریکا له اقتصاد څخه و نه باسي، نو په دوی به بریدونه تر سره کړي.
په دغه نوملړ کې د Microsoft بنسټ اېښودونکي بیل ګیټس، ملیارډراورین بافت، د چارلز وروڼه او دیویډ کوخ، د نیویارک د ښار پخوانی ښاروال مایکل بلومبیرګ، شلدن ادلسن، د Wal-Mart د سیستم د بنسټ ایښودونکي زوی جیم اولتن او ځینی نور پانګوال په دغه نوملړ کې شامل دي.

نوموړې ډلې په بیانیه کې زیاته کړې، که چیرته دغه پانګوال د امریکا د بانکونو او اقتصاد څخه خپلی ونډې وباسي، او په نورو ځایو کې يې په کار واچوي، نو ښایی له دغه نوملړ څخه به یې نوم وویستل شي.
اقتصاد پوهان وايي که دغه اقدام عملي شي له دې سره به دامریکا لوړ اقتصاد له رکود سره مخامخ شي.

















