کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وتلې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه خپاره کړي مطلب کې خبر ورکړی چې له دې ډلې سره د سولې خبرو لغوه کېدو لامل کابل کې وروستی برید نه بلکې د امریکایي حکومت خپلمنځي اختلافات دي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې، دا خبرې ځکه درېدلې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي.
د ورځپاڼې په باور، له طالبانو سره د روانو خبرو په اړه ډېرو چارواکو شک درلود، خو اوس پر دې خبرې باور مخ په ډېرېدو دی چې جان بولټن پر پومپیو تور پورې کړی دی چې نوموړی يې له دې بهیره لرې ساتلی.
په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا ویلي چې دا خبرې ځکه ودرول شوې چې طالبانو د امریکا شرطونه نه منل او امریکایي ټیم یې دخپلو ټولو شرایطو منلو ته اړ ایستلی وو.
ځینې نورو بهرنیو سرچینو بیا خبر ورکړی چې امریکایي ولسمشر طالب استازو ته له تړون وړاندې واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړې وه چې دوی یاد سفر تر تړون پورې معلق کړی وو.


















