کندهار: د بهرنیو ځواکونو پر ټانګ ماین چاودنه شوې

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۸وږی، ۱۳۹۸)

کندهار کې د بهرنیو ځواکونو په یوه زغروال ټانګ ماین چاودنه شوې ده.

طالبانو د دې چاودنې مسؤلیت منلی دی او ادعا یې کړې چې په ټانګ کې ټول سپاره عسکر وژل شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر لیکلي: “‏‎د کندهار ولایت د هوایې ډګر لویدیځ طرف ته د مسیزو کلي ته څیرمه نن سهار د اشغالګرو پر خړ زغروال ټانګ د ماین درنه چاودنه وشوه چې له امله یې ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ او پکې سپاره ټول خارجي یرغلګر عسکر ووژل شول”

طالبان د دې عسکرو د وژلو ادعا په داسې وخت کې کوي چې تیره شپه ډونالډ ټرمپ د سولې روانې خبرې ځکه ودرولې چې طالبانو په کابل کې یو لوړ رتبه امریکایي عسکر وواژه.

طالبانو د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي وو چې د خبرو دریدل به زیات تاوان امریکا ته ورسوي او یو ډول خبرداری یې ورکړی وو چې دوی به خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button