بدرالدین “خبیب”
نن مې خپل هغه د څنګ یاران ټوټه- ټوټه او سوځېدلي ولیدل چې زما پرې سور لمر هم نه لورېده، دا هغه ښایستونه ول چې ما د خپل سر په قیمت هم خوشاله ساتل غوښتل.
خو؛
سوځېدلي اندامونه یې راته خوښ برېښېدل، په ډاډه زړه مې پرې الحمدلله وویل، ځکه؛ ډاډه وم چې تر خپل ارمانه سیده ورسېدل، همدا یې د هیلو سهار وو، همدا یې د وصال پیل وو، او همدا یې د لقاء د تندې اوبوونکی جام وو.
هو! مونږ پرې ویاړو، سوځېدلو ښایستونو راته د خپلې بریا زېری راکاوه، هغوی ویل: مونږ ځار شوو، مونږ ټوټه- ټوټه شوو، خو خپل دښمن ته مو وښودله چې مونږ ته خپله موخه تر خپل ځان لوړ ارځښت لري.
مونږ خپل بدنونه تر همدغې قربانۍ رسول غواړو، همدا چې تیارې نړۍ ته مرګ بريښي؛ مونږ ورته کلونه انتظار باسو، ذوالجلال رب څخه یې په سلګیو غواړو، او همدا سپېڅلې وینې رب ته د نورو قبلولو وسیله ګرځوو.
د خیال په ټال کې ډېر ورسره وځنګېدم، یو یو مې په نوم راوغوښت، هغه د مینې وعدې مې وریادې کړې، څو شېبې په زړو یادګارونو وګرځېدو، د پخوانیو تللو ملګرو حال یې ویلو، ورسره یې لیدلي ول، هغوی هم زمونږ انتظار ویست، رب ته مې وویل: نور مو ور وله!
ډېر راسره لګیا ول، آخر کې یې ویل: مشرانو ته مو ووایه! مجاهدینو ته مو ووایه! د څنګ یارانو ته مو ووایه! که مو هېر کړو رب ته به څه وایئ؟! دا ټوک ټوک اندامونه درته سپارو، چې خیانت ورسره ونکړئ! زمونږ صف ته په بې قدرۍ ونه ګورئ! ملګري مو مه ځڼډوئ! پرې یې ږدئ چې زر راشي، او…
ما ورته ویل: اې! هغه وعدې مو هېرې نشي، مونږ لا هم د ژوند په هتکړیو کې پراته یو، رب ته تاسو وسیله وړاندې کوو، د رب په حضور کې دا غوښتنه راته وکړئ! چې نور مو له تاسو سره یو ځای کړي.
ذوالجلال ربه!
مونږ په دې دنیا کې د مینې شپې ورځې تېرې کړې، ستا په نامه راټول وو او ستا د دیدار انتظار مو کاوه، هغوی رانه لاړل، دا مو د زړونو ټوټې وې، ته یې دا سوځېدلي اندامونه قبول کړه او د دې سکروټو په روي! نور مو مه ځڼډوه! مونږ هم ورسره یو ځای کړه!
آمین! آمین! آمین!
په ګرین وېلچ کې د امریکایي ځواک د قاتلیونو اروا سره…


















