(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۹، سه شنبه)
د امریکا واشنګټن ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ليکلي، چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو سل زره جنګيالي جګړه پرمخ وړي او دغه ډله تر پخوا زياته پياوړې شوې ده.
واشنګټن ټايمز ليکي، طالبان د لومړيو کلونو په پرتله پياوړي شوي او جګړې يې هم سختې کړي دي.
راپور زياتوي، په تيرو کلونو کې د طالبانو شمير کم و یوازې چريکي بريدونه يې کول خو په وروستيو کې يې پر ولايتونو او ولسواليو ډله ييزې جګړې پيل کړي چې دا يې پياوړتيا په ډاګه کوي.
سرچينه ليکي، د جګړې په جريان کې د سولې خبرې لغوه شوې چې ښايي له دې سره نوره هم جګړه تونده او تلفات زيات شي.
واشنګټن ټايمز ليکي، د افغانستان جګړه یوازې د سياسي لارو د حل وړ ده او له ښکیلو غاړو يې غوښتي چې يوځل بيا د مذاکراتو پر ميز سره جرګه شي.
وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې طالبانو سره يې مذاکرات لغوه او نور به ورسره خبرې ونه کړي.
طالبان وايي، دا چې ټرمپ مذاکرات لغوه کړل نو تر ټولو زيات زیان به يې هم امريکا ته وي، اعتبار به يې زيانمن، د سولې ضد دريځ يې نړۍ ته څرګند او د سر او مال زیات زيان به هم ورته واوړي.


















