د تخار چارواکي: له ينګي قلعه وروسته نن د درقد ولسوالۍ هم طالبانو سقوط کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۹، سه شنبه)

د تخار ولايتي چارواکي وايي، چې د ینګي قلعه ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبانو د درقد ولسوالۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، طالبانو نن سهار پر یاده ولسوالۍ جګړه پيل کړې او څو شيبې مخکې يې ونيوله.

دغه راز د تخار د ولايتي شورا غړي عصمت الله قرباني او مير احمد قسيم اريانا نيوز ته ويلي چې له درقد څخه دولتي ځواکونه وتلي او ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه د درقد ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړی په وينا يې په جګړه کې ګڼ شمير عسکر او پوليس وژل شوي، په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لويدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تيرو څو وروځو راهيسې د ینګي قلعه ولسوالۍ کلابنده کړې وه او نن سهار يې د سقوط خبر ورکړل شو.

دا شپږمه ولسوالۍ ده چې طالبان يې په تيرو دوو ورځو کې له دولتي ځواکونو نيسي او عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button