ملګري ملتونه: دافغان قضیې یوازینی حل خبرې اترې دي، غواړو دې پروسه کې مرسته وکړو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)

ملګرو ملتونو د امریکایي ولسمشر وروستیو ټوېټونو ته غبرګون ښودلی، دافغان ستونزې یوازینی حل یې خبرې اترې بللي، اودمذاکراتو دبیا جریان غوښتنه یې کړې ده.

ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې دوی د ښکېلو غاړو په غوښتنه د دې ستونزې په حل کې مرستې ته چمتو دي، اوکوښښ به وکړي چې دا جګړه له سیاسي لارو چارو حل کړي.

د یاد سازمان ویاند سټیفان دوجیریک ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په درېدو خبر شوي او دوی په دې باور دي چې د افغانستان د مسئلې یوازینی حل هر اړخیز مذاکرات دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپل راپور کې په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی او دلته یې د جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې مذاکرات بللي دي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له طالبانو سره د خبرو وخت نور پای ته رسېدلی دی، خو مناسب وخت کې به له دې هېواده خپل سرتیري وباسي.

مربوطه مطالب

Back to top button