واشنګټن پوسټ: ممکن له ټاکنو وروسته یو ځل بیا دطالب او امریکایي مرکچیانو خبرې پیل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبرورکړی چې ممکن له راتلونکو ولسمسریزو ټاکنو وروسته دسولې ولاړې خبرې یوځل بیا دوام پیداکړي.
پوسټ دخپلو سرچینو په حواله وایي، ښایي له طالبانو سره خبرې د افغانستان تر ولسمشرۍ ټاکنو وروسته بېرته پیل شي.
ورځپاڼې دغه راز د ټاکنو پر مهال د جدي امنیتي ننګونو خبرداری هم ورکړی دی ځکه چې په وینا یې طالبانو خلکو ته خبر ورکړی دی چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي.
د مطلب لیکوال دا ټاکنې برخلیک ټاکونکې بللې دي او زیاته کړې یې ده چې که دا ټاکنې په سمه توګه ترسره نه شي نو یو کمزوری حکومت به واک ته ورسېږي او د افغانستان مسئله به لا پیچلې کړي.
د مطلب لیکوال وړاندې ویلي، د خبرو د بیا پیل لپاره دوه اساسي شرطونه اړین دي، یو دا چې خبرې باید د افغانستان له حکومت سره وشي او بله دا چې له اوربند پرته دې د ځواکونو د اېستلو خبره شاته وغورځول شي.
خوطالبان لاهم په خپل دریځ ټینګ ښکاري، او وایي، دوی به لومړی خارجیانو سره ټول بهرني ابعاد فیصله کړي، ترهغې وروسته به افغاني جهت سره خبرو ته کښېني.


