د جان بولټن لرې کیدل؛ امریکایي مبصرین دا یو مثبت ګام بولي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۰وږی، ۱۳۹۸)

تیره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل د ملي امنیت تخریب خوښونکی سلاکار جان بولټن په یوه ټویټ له دندې ګوښه کړ.

ټرمپ دا اقدام فقط دوه ورځې وروسته له هغه وکړ چې نوموړي له طالبانو سره د سولې روان بهیر هم ودراوه.

ویل کیږي چې جان بولټن یو له هغو کسانو وو چې ډونالډ ټرمپ یې د افغانستان او ایران سره جګړې ته هڅاوه خو ټرمپ په دې کار ترې راضي نه وو.

د غربي رسنیو له قوله چې د جان بولټن او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو ترمنځ هم د افغانستان د جګړې په اړه اړیکې ترینګلې شوې وې.

د جان بولټن د لرې کیدو وروسته امریکایي مبصرین دا یو مثبت ګام بولي او وایي چې دا د افغانستان او ایران لپاره یو ښه خبر دی.

په واشنګټن کې د جورج ټاون پوهنتون د نړیوالو اړیکو یوې استادې شیرین هانټر ویلي چې د بولټن لرې کیدل د ایران او افغانستان لپاره یو ښه خبر دی او په ټکو یې چې دا د جنګ غوښتونکو پر مخ یوه درنده څپېړه وه.

د هانټر په وینا، د ټرمپ له دې کاره داسې بریښي چې نوموړی په رښتیا هم نه غواړي چې په بې ځایه جګړو مصرف وکړي او امریکا په بل لور رهي کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د مسائلو یوې پخوانۍ څېړونکې لورېل مېلر ویلي چې ټرمپ بولټن ځکه له دندې ګوښه کړ چې نوموړی له طالبانو سره د خبرو مخالف وو.

مېلر ویلي چې له طالبانو سره په ډېوېډ کمپ کې د ټرمپ لیدنه هم د بولټن له کبله لغوه شوې ده.

د مېلر په ټکو چې افغانستان د امپراتوریو د هدیرو ترڅنګ د ملي امنیت د سلاکارانو هدیره هم ده او زیاته کړې یې ده چې جان بولټن هم پکې خښ شو.

Related Articles

Back to top button