کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)
مشهور امریکايي لیکوال توماس جانسن، چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو د تبلیغاتي جګړې په اړه یو کتاب لیکلی دی وايي، چې په تبلیغاتي جګړه کې د طالبانو په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ماتې خوړلې ده.
دغه امریکايي څیړونکي له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي: “زما په نظر که تاسې هغو بلواګریو او کورنیو جګړو ته، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پيل شوې وې، نظر واچوئ، نو و به وینئ د جګړې هغه خوا، چې د جګړې تر ټولو اړوند روایت ته تر ټولو زیات انعکاس ورکړی، معمولاً په جګړه کې بریالي شوي دي”.
ښاغلی جانسن چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پوهنتون استاد هم دی زیاتوي، افغان دولت هم د طالبانو د پروپاګنډ او د افغانستان د جګړې په اړه د هغوی د روایتونو په مهارولو کې پاتې راغلی دی.
هغه زیاته کړه چې د تبلیغاتي او معلوماتي جګړې د ګټلو لپاره یوازې د ښو معلوماتو درلودل او بیانول کافي نه دي او باید دا تبلیغاتي جګړه په عملي اقداماتو پياوړې شي.
جانس زیاته کړې، چې په درېیم ګام کې افغان دولت باید په دې اړه چې طالبان څه ډول په افغانستان کې دیوبندي اسلام ختم کړی دی، قوي پیغامونه جوړ کړي “خو افغان دولت داسې نه کوي زما په نظر دا ډیره ټکان ورکوونکې ده”.
څو ورځې وړاندې نړیوالو ورځپاڼو خواله رسنیو، خصوصاً ټویټر کې دطالبانو پر پراخ تبلیغاتي جګړې رپوټونه جوړ کړي وو، او دایې په دې وروستیو کې دطالبانو دکامیابۍ یومهم راز بللی وو.


















