د بنیامین نتانیاهو ټاکنیزه ډله اسرائیلو ته: که د عربانو له شره ځانونه ژغوری، زموږ ملاتړ وکړئ

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۱وږی، ۱۳۹۸)

د اسرائیلو د مشر بنیامین نتانیاهو ټاکنیزې ډلې په اسرائیلو غږ کړی چې د عربانو له شره باید ځانونه وژغوري.

دې ډلې په یوه خپره شوې اعلامیه کې اسرائیل مخاطب کړي او زیاته کړې یې ده، که غواړی چې د عربانو له شره په امان شی نو په ټکو یې چې د دوی ملاتړ دې وکړي.

دوی خبردار ورکړی چې د عربانو دا زړه دی چې اسرائیل ټول نیست او نابود کړي.

دغه بحث په داسې وخت کې راپورته کیږي چې سعودي څو ورځې وړاندې د نتانیاهو هغو خبرو ته غبرګون ښودلی وو چې ګواکې دی غواړي د فلسطینیانو ځمکې د ځان ملکیت وګرځوي.

نتانیاهو ویلي وو چې که دا ځل په ټاکنو کې بریالی شي نو د فلسطینیانو ځمکې به د ځان مربوط کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button