انجنیر عمیر ویاړ
په هیواد کې مو اوسنی سياسي حالت ډېر ترينګلی او يوې حساسې مرحلې ته رسېدلى دی، اختلافات او تحميلي جنګونه؛ د يوه معقول، باکفايته، با درايته، باتحربه، او زړه سوانده سياسي ليډرشيپ نشتون؛ او همدارنګه نا اهله وګړو ته د چارو واګې سپارل؛ د دې زړه دردوونکي بحراني وضعيت اصلي لاملونه دي.
د إسلام او افغانستان دښمنان تل په دې هڅه کې دي چې څنګه وکولای شي دا ملک د غم په ټغر او د بربادۍ په لومو کې د تل لپاره راګير وساتي؟ او يوازينۍ وسله چې د هغې په استعمال سره دشمن په ډېره اسانۍ خپلو ستراتيژيکو اهدافو ته رسېدلى شي، هغه افغانستان کې داختلافاتو رامنځته کول او د جنګونو اور لګول دي او بس!
افغانانو د تاريخ په اوږدو کې همېشه – هر قسم طاغوت او استعمارګر ته په ډېره مېړانه ماتې ورکړې ، خو بېرته يې دشمن د دوی د بې اتفاقيو څخه إستفاده کړې او خپلو ارمانونو ته د رسېدو په لاره کې يې له ناکامۍ سره مخ کړي .
تاريخونه مو له افتخاراتو او تجربو ډک دي ؛ هوښيار او معقول رهبريت هغه دی، چې د تېرو تجربو نه په إستفادې خپل ځان او ملت ته يو خوشبخته او با سعادته راتلونکی وټاکي . ټولنه کې اعتماد ، صميميت او اتفاق رامنځته کړي!
افغانستان د ټولو افغانو شريک کور دی او پدې هېواد کې ټول افغانان سره ورونه دي؛ هيڅوک په هيچا لوړ او يا ورنه ټيټ ندي . د برترۍ او لوړ عزت معيار مو يوازې او يوازې إيمان او تقوا ده او بس !
د ملک په سياسي زعامت غږ کوو چې د ملي منافعو د ساتلو او په ملک کې د بې ځايه ورور وژنې او بې مفهومه تحميلي جنګ پای ته رسېدو پخاطر ، د خپلو هر قسم شخصي، صنفي، تنظيمي او دولتي إمتيازاتو څخه تېر شي، خپل ټول مشکلات د تفاهم او سوله ايزو مذاکراتو له لارې حل کړي، ټول شرعي او اسلامي مقاصد، د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې د تفاهم او مذاکرې له لارې لاسته راوړي!
په سیاست کې هر وخت سر وخت وي؛ دملک ټول مشران بايد د خپلو مواقفو او شخصي غوښتنو څخه تنازل وکړي، او په ګډه د يوې لويې ملي إجماع په جوړېدو سره ، اسلامي دولت تاسيس، د دشمنانو دسيسې شنډې، او خپل ملک ددغه پوپناه کېدو سیاسي ناورين څخه وژغوري، تر څو اړوند تاريخي رسالت تر سره او مسؤوليت ادا کړاى شي!
اوربند، سولې، إتحاد، إستقلال، أمنيت، د دشمنانو دسيسو شنډولو، ځمکنۍ بشپړتیا او إسلامي شريعت د إنفاذ په هيله !!
ژوندي دې وي اسلام او افغانستان!
دائمي دې وي اسلامي ورورولي، سوله او يووالی!
تل دې وي رښتونی استقلال
او سر لوړي دې وي اسلام ته ژمن افغانان!


















