د کېمیا بنسټګر جابر بن حیان!!

عبدالرحمن«عابد»

جابر بن حیان چې غربیانو یې نوم په (Geber) بدل کړی په ۷۲۱ میلادې کال په طوس خراسان کښې زیږېدلی، د یوې غریبې کورنۍ څخه، او پلرنۍ دنده یې د درملو خرڅول وو، نوموړی په ماشومتوب کښې یتیم شو، د پوهنې او روزنې پیټی یې مور په غاړه واخیست.

جابر د ځوانۍ په عمر کښې د کوفې ښار ته مهاجر شو هغه مهال د کوفې ښار د علم او پوهې ځانګو ګڼل کیده، جابر په کوفه کښې میشت، هلته یې د امام جعفر صادق په مدرسه کښې چې هلته  منطق، حکمت او دینې علومو تر څنګ ساینسې علوم هم تدریس کیدل، خپلې لومړنۍ زده کړې ترلاسه کړې.

 جابر منطق، حکمت او دینې علومو د زده کړو تر څنګ، د تجربو سره ډیره مینه درلوده او همیش به د یو نوې نوښت په لټه کښې وو، نوموړي غوښتل چې سره زر جوړ کړي خو د ډیرو تجربو کولو سره، بیا هم د سرو زرو په جوړولو کښې بریالۍ نه شو، خو هیڅکله یې هم د تجربو لړۍ ته د پای ټکی کينښود، د ډیرو تجربو کولو سره یې د کېمیا علم بنسټ کیښود،جابر بن حیان د کېمیا بنسټګر په نوم یادیږې نوموړي د ازمویښتونو داسې اصول او قواعد ترتیب کړل چې تر اوسه کارول کیږې، د جابر ځینې خدمتونه او لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:

۱: عمل تصعید یعنې د درملو خاصیت او صفت څرګندول (  (sublimationتر څو د پاکو  اجزاؤ د ترلاسه کولو سره درمل نور هم اغیزمن او ګټور جوړ شي.

۲: په بلورو بدلول (crystallization) یعنې مواد د کرستال په بڼه جوړول.

۳: پاکول یا د چڼولو طریقه ( (filter.

۴: د درې ډوله مالګو پیژندل.

۵: د جابر تر ټولو لویه لاسته راوړنه د تیزابو جوړول ؤ، نوموړي څو ډوله تیزاب جوړ کړې دي، د تیزابو په جوړولو کښې یې خپله ګوته هم سوځیدلې وه، نوموړي داسې تیزاب جوړ کړل چې سره زر یې اوبه کول.

 ۶: جابر له زنګ وهلو څخه د وسپنې ساتلو، او د وسپنې څخه د فولادو جوړلو طریقه لاسته راوړه.

۷: د موم جامه ( داسې ټوکر یا ټوټه چې اوبه پرې اثر نه کوي) جوړه کړه چې په وسیله یې د اوبو رطوبت څخه د موادو حفاظت وشي.

۸: جابر د ویښتو او لاسونو د رنګولو لپاره د نکریزو طریقه لاسته راوړه.

۹: د جابر یو بل تر ټولو لوی نوښت د قرع انبیق آلې جوړل دي چې تر اوسه کارول کیږې، د دې آلې په یوه برخه خام مواد وي چې حرارت ورکول کیږې، او په بله برخه کښې یې هغه بخارات چې موادو ته د حرارت ورکولو په صورت کښې لاسته راځې راټولیږې، او بیا د مایع په بڼه بدلیږې، چې په یادو مایعاتو کښې د خامو موادو ټول خواص او ځانګړتیاوي موجودې وي.

۱۰: هغه کېمیاوي مرکبات چې جابر لاسته راوړي: کاربونیټ، آرسینک، سلفایډ،نایټرک اسید، هایدرو کلوریک اسید او فاسفورس.

۱۱: د تحلیل او تکسیل عملیه هم د جابر بن حیان لاسته راوړنه ده.

جابر د ۲۰۰ څخه زیات کتابونه لیکلې، ځینې مشهور کتابونه یې په لاندې ډول دي:

۱: کتاب الملک.

۲: کتاب الرحمة.

۳: کتاب التجمیع.

۴: زیبق الشرقی.

۵: کتاب الموازین الصغیر.

جابر وایې: د یو کېمیا ګر عظمت په دې کښې نه دی چې څومره ډیرې زده کړې یې ترلاسه کړې، بلکه د یو کېمیا ګر عظمت دا دی چې هغه څومره شیان په تجربو ثبوت ته رسولې.

امریکایې پوهندوی فلیپ لیکې: جابر د خپل کور څخه لابراتوار جوړ کړی وو، د ډیرو تجروبو له کبله یې سترګې خرابې، خو بیا هم نوموړي خپل کوښښونو جارې وساتل او د کېمیا بنسټ یې کیښود.

جابر په ۸۱۵ میلادي کال کښې وفات شو.

منبع: ویکیپیډیا

مربوطه مطالب

Back to top button