د طالبانو درې کسیز پلاوی مسکو ته په رسمي سفر تللی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دطالبانو یو لوړ پوړی درې کسیز پلاوی مسکو ته په رسمي سفر تللی ترڅو دهغه هېواد لوړ پوړو چارواکو سره دافغانستان په راتلونکي هر اړخیز بحثونه وکړي.
سرچینې وایي، داپلاوی دشیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ وروسته له هغه مسکو ته ولاړ چې دمذاکراتو لس میاشتنۍ پروسه دامریکایي ولسمشر له لوري لغوه اعلان سوه.
طالبان وایي، داپلاوی به لوړ پوړو وروسي چارواکو سره دافغانستان، سیمې اونړۍ په روانو حالاتو وغږیږي، او دسولې پر وړاندې راولاړ شوي خنډونه به دمسکو تر څنګ دیوشمېر نورو هېوادو له استازو سره شریک کړي.
طالبان داسفر داسې مهال کوي چې دسولې پروسه له خنډونو سره مخ ده، تېره ونۍ ځینو رسنیو راپور ورکړ چې دطالبانو سیاسي استازي ممنوع الخروج اعلان سوي، خو دې سفر راولاړ شوي ټول افواهات دروغ ثابت کړل.
سیاسي شنونکي دطالبانو روان سفرونه نېک اقدام بولي، اوهیله څرګندوي چې طالبان به وکولای شي تر څو دسیمیزې اجماع پرمټ دمذاکراتو په مېز ناکام شوی امریکایي پلاوی یو ځل بیا راکش او دا پروسه نهایي کړي.



