ناټو: د افغانستان قضیه یواځې له سیاسي لارو د حل وړ ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د امریکایي ولسمشر ټرمپ له لوري د طالبانو او امریکا دمذاکراتو تر لغوه کېدا وروسته دناټو یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې افغانستان کې روانه جګړه له نظامي لارو د حل وړ نه ده.
د ناټو د پوځي کمېټې رییس سټوارټ پیچ په وېلز کې د یاد سازمان یوې غونډې ته ویلي، ټول په دې پوهېږي چې د افغانستان روانه جګړه نظامي حل نه لري نو باید د خبرو له لارې ورته د پای ټکی کېښودل شي.
پیچ دغه راز زیاته کړې، دوی به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي خو پکار ده دې غمیزې ته دپای ټکی کېښودل سي.
د نوموړي په وینا، افغان پوځ باید ددې لپاره ښه وروزل شي چې له نړیوال تروریزم سره د دوی مرستې ته پوره چمتووالی ولري.
هغه ویلي، دوی په افغانستان کې د دې لپاره حضور لري څو د سولې یو غوره فرصت ته لار پرانیزي.
نوموړی داسې مهال دمذاکراتو دبیا پیل سپارښتنه کوي چې ټوله نړۍ ورته غوښتنه لري، خو یوشمېر امریکایان دټرمپ وروستی اقدام په طالبانو یو ناکام فشار بولي چې ژر به ښکاره شي.



