ليکوال: م. عطاءالله مبارز
د جانکيري په لاس د جوړي کابل ادارې مشر اشرف غني نن په يوه کمپايني غونډه کې په طالب جنګياليو غږ کړى چې د «بې معاشه» جګړې پرځاى له دولت سره يوځاى شي.
نوموړي وويل: طالب جنګياليو ته زما پيغام دا دى چې هغوى خو معاش نه درکوي، راشئ زه به مو سباداخل کړم.
دا په داسې حال کې ده چې په فاریاب کې د همدغې ادارې عسکرو پراخ لاریونونه وکړل، لارې یې وتړلې او نعرې یې وهلې چې دولت ورته له تېرو لسو میاشتو راپه دیخوا نه معاشونه ورکړي، نه یې د خوراک او څښاک بندوبست ورته کړی او نه ورته وسلې او مهمات ورکول کېږي.
ارګ مشر غني ته دې وويل شي چې معنویتونه له هغه څخه ډېر لوړ دي چې د مادیاتو مجنونان یې فکر کوي، طالبان د مادياتو لپاره نه، بلکې د الله تعالی د رضا او د اسلام د سپيڅلي دين دنفاذ لپاره مبارزه کوي.
ايا هغوی ته چې په ځانونو پسې بمونه تړي او انفجار ورکوي، د دې ټولې دنيا ورکړه څه ګټه لري؟ او هغوی به د دنيا په ورکړه دومره ستره قرباني ورکړي؟
نه! هيڅکله نه! دا دومره لويه قرباني د يو ستر او سپيڅلي هدف(د الله تعالى جل جلاله رضا او اعلاء کلمة الله) لپاره هره سختي په ځان تيروي او خپل روح ته هوساينه او ډاډ وركوي.
طالب مجاهدين د هيچا امتيازات نه غواړي؛ ځکه الله جل جلاله له مٶمنانو سره دی او د الله جل جلاله مرسته او په هغه ستر ذات بروسه زموږ لپاره هرڅه دي.
ډاکټر غني بايد پوهه شي چې زموږ په ګران هيواد امريکايي اشغالګرو د خپلو نورو صليبي ملګرو سره يوځای د ډېرو پرمختلليو وسايلو پر مټ يرغل وکړ او د افغانستان مشروع نظام یې وران کړ.
خو بيا هم طالب په خپل رب باور درلود، د دې ستر طاغوتي لښکر پر وړاندې یې مبارزه پيل کړه، اوس الحمدلله طالبان په هغه لوړ پوزيشن کې دي چې ستا په څېر د غرب د ګوډاګيانو په وړانديزونو غور ته وخت هم نه لري.
طالبان د هيواد په(٧٠%)سلنه خاوره عملا واک لري، تاسو او ستاسو بهرنيو بادارانو ته يې په نظامي او سياسي ډګر کې ماته ورکړې، هيڅوک به ثابت نه کړى چې په تېر اتلس کلن جهادي بهيرکې دې د هيواد په کومه سيمه کې کوم ټيټ رتبه طالب درته تسليم شوي وي.
دغه راز نوموړي د خپل متزلزل بادار ( ټرمپ) په تقليد، يوه ناپړيته وکړه، چې ګويا عسکرو يې په يوه اوونۍ کې نژدې دوه زره طالبان وژلي دي.
ډاکټر غني بايد درک کړي، چې نور د اولس او نړۍ په سترګو کې خاورې نشي اچولی او نشي کولی حقائق د درواغو په ادعاوو پټ کړي.
په دې څو نژدې ورځو کې څو شمالي ولايتونه د سقوط تر پولې ورسېدل او لا هم تر سخت فشار لاندې دي، له دوو اونيو راهيسې پلخمري ښار محاصره او لويه لاره يې د ترافيکو پرمخ تړلې وه.
د ده عسکر دومره توان نه لري چې د ولايتو له مرکزونو دفاع وکړي او په لويو لارو تګ راتګ وکړي.
ډير ژر به موږ د يو فاتح لښکر په توګه د ارګ تر دروازو در رسيږو، يو سپين شرعي نظام به جوړوو او ستا چنګيز ته ورته توري دورې ته به د پای ټکى ږدو. ان شاءالله!

















