طالبانو د سره صليب کميټې ته بيا ځلې د فعاليت اجازه ورکړه

(کابل ټکی کام، ۲۳۹۸، وږی ۲۴، یک شنبه)

طالبانو په افغانستان کې د سره صيب کميتې ته یو ځل بيا د فعاليت اجازه ورکړې ده.

طالبانو په دې اړه کابل ټکی کام ته په رالیږلې اعلاميه کې ويلي، چې پر یاده کميټه يې ځينې ملاحظات درلودل ځکه يې پر فعاليتونو بنديزونه او امنیتي تعهدات ترې اخيستل شوي و.

خو اعلاميه زیاتوي، د قطر په مرکز دوحه کې طالب مشرانو او د سره صليب کميټې مسؤولینو تر منځ مسلسلې اړيکې نيول شوي او به دې اړه بحثونه هم شوي چې په وينا يې د پخوانیو تعهداتو سربیره د بشري مرستو برخه کې نوې وعدې هم شوي ځکه ورته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

اعلاميه کې راغلي: ” د قطر هيواد په مرکز دوحه ښار کي د اسلامي امارت د مسئولينو او د سره صليب د نړيوالي کمېټې د مشرانو تر منځ  تر مسلسلو اړیکو او بحثونو وروسته د سره صليب نړيوالي کمېټې او اسلامي امارت تر منځ د پخوانیو تعهداتو سربېره د بشري مرستو په برخه کې نوې وعدې هم وشوې چې پر اساس یې اسلامي امارت دوی ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه”.

طالبانو ويلي، چې د دغه اعلاميې له لارې هغه امنیتي تعهد چې مخکې سره صيلب ته ورکړل شوی و بيرته د باور وړ ګڼي او ټولو پلويانو ته يې سپارښتنه کړې چې د یادې کميټې فعاليتونو ته زمینه برابره، د کارکوونکو او اجناسو ساتنه يې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button