طالبانو؛ د سمنګانو لپاره دخپل والي په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)

‏‎وسلوالو طالبانو دګډ حکومت ددفاع وزارت په حوالې خپرې شوې ټولې هغه ادعاوې رد کړې چې پکې دسمنګانو لپاره ددې ډلې د والي د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، 《دمزدور دښمن دفاع وزارت ادعا کړې چې ګنې د سمنګانو لپاره د اسلامي امارت والي صاحب يې شهید کړی.

موږ دا خبره په کلکه ردوو.
د سمنګانو والي صاحب روغ رمټ دی، خپل جهادي امور پرمخ وړي.

مجاهد دملت او مجاهدینو تشویش ته په اشارې زیاته کړې، ملت اومجاهدین دې د دښمن دا ډول پروپاګند ته اعتنا نه کوي او په دې اړه دې هيڅ تشویش نه لري》.

دیادونې وړ ده چې ګډ حکومت وار په وار هغه وخت دطالب مشرانو د وژل کېدو ادعا کوي چې کله تر سخت نظامي فشار لاندې راشي، له تېرو دوو هفتو راهیسې دطالبانو له لوري اووه ولسوالۍ نیول سوي چې غټه بریا بلل کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button