کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د انډیپینډینټ په نامه یوې بهرنۍ ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه خپله سرلیکنه کې لیکلي، امریکایي سیاستوال سره سلا شوي دي چې خپل ځواکونه له افغانستانه ژر تر ژره وباسي.
ورځپاڼه زیاتوي، خو دا چې دغه اقدام څنګه ترسره کېدلی شي بحث ته اړتیا لري چې لاهم امریکایي سیاستوال په دې اړه نظر پوښتنې کوي.
د ورځپاڼې په وینا، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د سملاسي ایستلو منتقدین د لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون په دې باور دي چې دا اوږده جګړه باید په ډېر احتیاط سره پای ته ورسول شي څو ډاډ تر لاسه شي چې دا هېواد یو ځل بیا د وسلوالو پر خوندي پټنځای نه بدلېږي.
دا ورځپاڼه په داسې حال کې دا خبرې کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر د امریکایي حکومت په منځ کې ژور اختلافات موجود وو او ډېری هغه یې په دې باور دي چې په دې هېواد کې روانه جګړه بې ګټې ده او امریکایي ځواکونه باید له دې هېواده وایستل شي.
خو ځینې نور جنګ غوښتونکي چارواکي بیا وایي افغانستان کې د سولې تر راتلو د دوی حضور اړین دی باید له هغې وړاندې امریکایي قواوې له یاد هېواد ونه ایستل شي، کنه پایلې به یې منفي وي.

















