کرکټ: افغان لوبډله نن د بنګلدېش لوبډلې سره خپله دویمه سیالي تر سره کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)
نن یکشنبه دافغانستان کرکټ لوبډله د درې اړخيزې سیریزې په لړ کې خپله دویمه سیالۍ د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
تېره ورځ افغان لوبډلې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې سیالي د نجیب ځدران، محمد نبي او رحمان الله ګربز په ځلیدلو سره د ۲۸ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
د درېیو هېوادونو (زمبابوې، افغانستان او بنګلدیش) کرکټ د شل اوریزو سیالیو سیریز د جمعې په ورځ پېل شوي چې زمبابوې په دواړو لوبو کې ماتې او بنګلدیش او افغانستان بریا خپله کړې ده.
د زمبابوې پر وړاندې سیالۍ کې نجیب ځدران او محمد نبي په ګډه ۱۰ شپږیزې ووهلې چې ۷ یې په پرلپسې ۷ توپونو وې، په دې کې نبي ۴ او نجیب ۳ اسمان څکې شپږیزې ووهلې، دوی دواړو په ۴۰ توپونو ۱۰۷ منډې ملګرتیا کړې وه.
ننۍ سیالۍ په بنګلدیش کې ترسره کیږي هره لوبډله ۴ سیالۍ کوي، چې پایله کې به دوه مخکښ لوبډلې د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۴مه نېټه پایلوبه کې مخامخ کیږي.
افغان ملي لوبډله او عام افغانان ننۍ سیالۍ ته هم خوشبین دي، اوهیله لري چې ددې سیالۍ په خپلولو سره به یو ځل بیا په سمییزه کچه وځلیږي.



