د لمانځه مسائل (۸۹ مه برخه) فرض لمنځونه!!

فرض لمنځونه په شپه او روځ کې د جمعې په ورځ پنځلس او د جمعې له ورځې پرته اولس رکعته دي، دوه د سهار په وخت، څلور د ماسپښين په وخت، او د جمعې په ورځ د څلورو رکعتونو په ځاى دوه، څلور د مازديګر په وخت، درى د ماښام په وخت، څلور د ماسخوتن په وخت، دا لمنځونه فرض عين دي او د جنازه لمونځ فرض کفايه دى ([1]).

واجب لمنځونه

د شريعت له لوري ٣ لمنځونه واجب دي، د وترو او د اخترونو، د وترو ٣ رکعته د هر ماسخوتن له لمانځه وروسته او د اخترونو دوه دوه رکعته په کال کې يو ځل، له دې پرته چې کوم لمنځونه نذر کړى شي هغه هم اجب دي او هر نفل له شروع کولو وروسته واجبيژي، يعنې د هغو پوره کول او که فاسد شي نو د هغو قضائي راګرځول ضروري دي ([2])

سنت لمنځونه

سنت لمنځونه په لاندې ډول دي :

(١) د سهار له فرضو دمخه دوه رکعته.

(٢) د ماسپښين شپژ رکعته، څلور له فرضو وړاندې او دوه له فرضو وروسته.

(٣) د ماښام په وخت کې دوه رکعته.

(٤) د ماسخوتن له فرضو وروسته دوه رکعته.

(٥) د تهجد لمونځ.

(٦) تحية المسجد.

(٧) د تراويح شل رکعتونه.

(٨) د احرام لمونځ.

(٩) د کسوف لمانځه دوه رکعته.

(١٠) د خسوف لمانځه دوه رکعته ([3]).

د تحية المسجد حکم څه دى

پوښتنه : که يو کس په يوه جومات کې لمونځ کوي او د پنځه وخته لمانځه اداء کولو لپاره بار بار ځي او راځي نو دى د پنځه وخته لمنځونو په وخت کې لومړى تحية المسجد اداء کولاى شي او که نه؟ او که چيرته د جماعت لپاره شپژ اوه دقيقې وخت پاتې وي نو له سنتو دمخه يې کولاى شي او که نه؟.

ځواب : چې مکروه وخت نه وي نو کولاى يې شي، که د جماعت له شروع کيدو دمخه فراغت وي نو اداء دې کړي او که نه وي بيا دې نه اداء کوي، جومات ته د بار بار تلونکي لپاره يو ځل دوه رکعته تحية المسجد کول کافي دي، هر ځل کولو ته يې ضرورت نشته ([4]).

مستحب لمنځونه

مستحب لمنځونه په لاندې ډول دي :

(١) له وترو وروسته دوه رکعته.

(٢) (تحية الوضوء) د اودس له کولو وروسته دوه رکعته.

(٣) د سفر دوه رکعته.

(٤) د استخاره دوه رکعته.

(٥) د حاجت دوه رکعته.

(٦) د صلوة الاوابين شپژ رکعته.

(٧) د صلوة التسبيح څلور رکعته.

(٨) د توبه دوه رکعته.

(٩) د قتل دوه رکعته ([5]).

د تحية الوضوء له کولو دمخه کيناستل څرنګه دي

پوښتنه : يو شمير خلک چې کله جومات ته راشي نو لومړى کيني، بيا پورته شي او تحية الوضوء يا نور څه وکړي، آيا لومړى کيناستل سنت دي؟.

ځواب : د جومات له آدابو څخه دا ده چې کوم کس جومات ته داخل شي نو له کيناستلو دمخه دوه رکعته وکړي، لومړى کيناستل سنت نه دي، بلکې د سنت خلاف دي، هو ! که چيرته د کوم عذر له امله کيني نو کومه خبره نشته، په حديث شريف کې شته دي : کله چې په تاسو کې يو څوک جومات ته راشي نو له کيناستو دمخه دې دوه رکعته وکړي ([6]).

د تهجد لمونځ

د تهجد لمونځ سنت دى، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  تل (هميشه) کړى دى او خپلو صحابه کرامو  رضی الله عنهم  ته يې د کولو ډير ترغيب ورکړى دى، په فضايلو کې يې ډير احاديث وارد دي، حضرت رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : له فرض لمانځه وروسته د شپې لمانځه (تهجدو) مرتبه دى (مسلم) يو شمير فقهاؤ مستحب ليکلى مګر صحي دا ده چې سنت دى.

اهل تصوف فرمايلي دي چې هيڅ کس له تهجدو پرته د ولايت درجې ته نشي رسيدلاى، په دې کې شک نشته چې دغه لمونځ د امت د ټولو نيکانو معمول دى، له صحابه کرامو  رضی الله عنهم  را نيولې تر دې وخته پورې، بلکې په يوه حديث شريف کې راغلي چې د پخوانيو امتونو خلکو هم دا لمونځ کړى وو.

د تهجد لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه وروسته دى، سنت دا دى چې د ماسخوتن لمانځه له کولو وروسته ويده شي، بيا را پورته شي او د تهجدو لمونځ وکړي ([7]).

بهتره دا ده چې د تهجدو لمونځ په نيمه شپه کې وکړى شي، کم له کمه د تهجد لمانځه دوه رکعته او زيات نه زيات لس رکعته منقول دي، او د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  زياتره معمول په اتو باندې وه، په يوه سلام سره دوه رکعته.

د فقه په ځينو کتابونو کې د همدغه لمانځه اته رکعته اخيرنى تعداد (شمير) ليکل شوى، مګر له احاديثو څخه معلوميژي چې لس رکعته هم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  کړي دي، په شرح سفر السعادت کې شيخ عبد الحق محدث دهلوي  رحمه الله د دې ډير ښه تفصيل بيان کړى دى.

د تهجدو لمونځ دې په داسې نيت سره وکړى شي (نويت ان اصلي رکعتي صلوة التهجد النبي صلي الله عليه وسلم) ما دا اراده کړې چې د تهجدو لمونځ د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  په سنتو باندې وکړم، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  به کله نيمه شپه، کله له دې وړاندې او کله به له دې وروسته د تهجدو لپاره پورته کيدو او له را پورته کيدو وروسته به يې دغه دعاء کومه چې د را بيداريدو په وخت کې د رسول الله مبارک  صلی الله علیه وسلم  عادت مبارکه وو لوستله، د لوستلو په وخت کې به يې دواړوه مبارک لاسونه په مخ مبارک باندې را تير کړل تر څو چې د خوب اثر ولاړ شي، هغه دعا دا دي :

)الحمد لله الذي احيانا بعد ما اماتنا واليه النشور(

د الله شکر دى چې زه يې له مرګ (خوب) وروسته ژوندى (بيدار) کړم او د هغه لوري ته د ټولو رجوع دى (سفر السعادت).

له دې وروسته به يې مسواک وهلو، په مسواک وهلو کې مبالغه کول د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  عادت مبارکه وه، وروسته به يې اودس کول، په حئنو روايتونو کې دي چې د مسواک او اودس کولو په وخت کې او په ځينو کې دي چې له دې دمخه به يې د آسمان لوري ته مبارکې سترګې پورته کړې، کتل به يې ورته او د سورت آل عمران اخيرني لس آيتونه د کوم پيل چې په )في خلق السموات والارض( سره دى تلاوت کول، او په ځينو روايتونو کې دي چې له )ربنا ما خلقت هذا باطله( نه تر )لاتخلف الميعاد( پورې به يې لوستل، له دې وروسته به يې لمونځ شروع کولو، د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  زياتره وخت ٨ رکعته کول عادت وو، له همدې امله فقهاؤ ٨ رکعتونه غوره کړي دي، د وترو لمونځ رسول الله  صلی الله علیه وسلم  له تهجدو وروسته کړى دى، او که چيرته به د سهار وخت راغلو نو له دې وروسته به يې د سهار سنت هم وکړل، بيا به د لژ وخت لپاره پريووت، له دې وروسته به يې د سهار لمانځه ته تشريف وړلو ([8]).

که د تهجدو د دوو رکعتونو اداء کولو پر مهال اذان وشي

پوښتنه : که يو کس د تهجدو شوق لري، يوه ورځ يې د تهجدو د دوو رکعتونو نيت وکړ، د سلام له ګرځولو دمخه اذان وشو، هغه خپل رکعتونه پوره کړل، له تحقيق کولو وروسته ورته معلومه شوه چې اذان په خپل وخت باندې شوى دى او ده چې کوم دوه رکعته اداء کړي دي هغه يې له صبح صادق وروسته اداء کړي شوي دي، اوس نو د سهار سنت وکړي او که نه؟ په همدغه سوچ او فکر کې جماعت ودريد او د سنتو له کولو پرته په جماعت کې شريک شو، نو اوس به څه کوي د سهار د سنتو قضائي به راګرځوي او که نه؟.

ځواب : په صورت مسئوله کې کله يې چې يقين راشي چې هغه دوه رکعته له صبح صادق وروسته اداء کړى شوي دي نو هماغه دوه رکعته د سهار د سنتو قايم مقام کيژي، يعنې د سهار د سنتو کولو ته ضرورت نشته ([9]).

د چا په ذمه چې قضائي لمنځونه وي هغه ته قضائي راګرځول بهتر دي او که تهجد کول

پوښتنه : که له يو چا څخه ډير لمنځونه قضاء شوي وي هغه ته د تهجدو په وخت کې يه په نورو مناسبو وختونو کې د تهجدو او نفلونو کول بهتر دي او که د قضاء شويو لمنځونو قضائي راګرځول ورته بهتر دي؟.

ځواب : په درمختار کې راغلي (وقضاء الفرض والواجب والسنة فرض و واجب وسنة) يعنې د فرض لمانځه قضائي راګرځول فرض، د واجبو واجب او د سنتو سنت دى، حاصل يې دا دى چې د قضاء شويو لمنځونو په اداء کولو کې سستي او ځنډ کول ښه نه دي، تر څو پورې چې کيدلاى شي او کله چې وخت ورته پيدا کيژي نو د فرضو او وترو قضائي چې را وګرځول شي دا بهتره دي، مګر د صلوة تهجد د کوم چې په قرآنکريم او احاديثو کې ډير فضيلت راغلى لکه چې ويل شوي (له فرض لمانځه وروسته تهجد بهتر دي) (صحيح مسلم) پس د همدغه فصيلت غوښتنه دا دى چې تهجد هيڅکله پرې نه ښودل شي او دغه فصيلت په همدغه وخت کې له نفلو پرته د قضائي لمنځونو په اداء کولو سره نه حاصليژي، لکه په ردالمحتار کې چې راغلي (ان التهجد لايحصل الا بالتطوع، فلو نام بعد صلوة العشاء ثم قام فصلي فوائت لايسمى تهجداً) يعنې تهجد ديته ويل کيژي چې يو کس د ماسخوتن له لمانځه وروسته ويده شي، بيا را پورته شي او نلف وکړي او که کوم کس په دغه وخت کې د نفلو په ځاى خپل قضاء شوي لمنځونه اداء کوي نو د هغه نوم تهجد نه دى، يعنې هغه ثواب کوم چې د تهجد لمانځه دى دا په همدې سره نه حاصليژي، پس په دې وخت کې که چيرته زيات نشي کيدلاى نو کم له کمه دوه رکعته دې وکړل شي او دا د تهجد کمه درجه دى، لکه په ردالمحتار کې چې راغلي (واقل التهجد رکعتان واوسطه اربعة واکثره ثمان) ([10]).

([1]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٣٩.

([2]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٠.

([3]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٠.

([4]) فتاوى رحيميه، ٦ : ٢١٦، بحواله : شامي، باب الوتر والنوافل، مطلب في تحية المسجد، ج : ١، ص : ٦٣٥ – ٦٣٦.

([5]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٠.

([6]) فتاوى رحيميه، ٦ : ٢١٧.

([7]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤٠ – ٢٤١، بحواله : شامي وغيره، علم الفقه، ج : ٢، ص : ٤٣.

([8]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٤١ – ٢٤٢، بحواله : علم الفقه، ص : ٤٤، قرآن کريم المزمل، ص : ٢٩، بخاري، ج : ١، ص : ٥٣، کتاب الفقه، ج : ١، ص : ٥٣١.

([9]) فتاوى رحيميه، ٦ : ٢١٩، بحواله : منيه، ص : ٩٨، کبيري، ص : ٣٨٥، شامي، ج : ١، ص : ٣٨٨.

([10]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٢١، بحواله : ردالمحتار، باب الوتر والنوافل، مطلب في صلاة الليل، ج : ١، ص : ٦٤١.

مربوطه مطالب

Back to top button