لیکوال: امین وردګ
د نړۍ ټولې رسنۍ مزدورې دي؛ ما تر اوسه هېڅ داسې راډیویي او ټلویزیوني شبکه نه ده لیدلې چې پرحقائقو ولاړې خپرونې دې ولري.
))بین المللي ټولنه؟!(( که تورو ته سپین هم ووایي، هغه باید سپین و پېژندل شي.
همدا شیطاني ټولنه ده چې د بیان د آزادۍ په نوم د ملتونو احساس وژني او عفت یې لوټي، دوی یوازې هغو فحشاوو ته د بیان آزادي وایي؛ چې شعار یې د اسلامي قوانینو او) له دوی څخه( د مسلمې خپلواکۍ ضد واقع شي، مګر که کوم چا حقائق وړاندې کول هغه بیا خشونت او د بین المللي نورمونه خلاف اقدام ګني، نهایتاً یې په تور لېست کې شاملوي، بیا یې نظامي هدف ګرځوي او له منځه یې وړي.
غربي ښکېلاک د نړیوال استعمار او تسلط په خاطر ډېرې شیطاني ټولنې جوړې کړې چې تر ټولو ستره یې )بین المللي ټولنه( ده، دغې ټولنې ته یې دومره لوی واک او اعتبار ورکړی؛ چې ته وا نړۍ فقط د همدې په ښکرو ولاړه ده، خو چې امریکه څه ورته ووایي هغه به مني او په هغې باندې د انتقاد قدر جرئت هم نشي کولای، حتا کاږه لا نشي ورکتلای د هغوی په هر وحشت سترګې پتوي؛ مګر په هغه صورت کې چې CIA اجازه ورکړي.
که چېرې دغې ټولنې په ریښتیا سره د ملتونو تر منځ عادلانه قضاوت کولای؛ نو
– ولې یو طرفه پرېکړې کوي؟
– ولې د سانسور اخبار پر ځای حقائقو ته اجازه نه ورکوي؟
– ولې د نړۍ ريښتوني او خپلواکي غوښتونکي ملتونه وژني؟
– ولې د امریکایي وحشتونو په وړاندې عکس العمل نه ښيي؟
– ولې د اسلام ضد کړنې تر سره کوي او نه غواړي چې په خپلو جوړو شویو قوانینو کې دا ماده هم ور زیاته کړي چې)) هر اسلامي ملک کولای شي په هغه خپل هېواد کې شرعي نظام حاکم کړي(( حال دا چې د همغه ملک وګړي به له اسلامي قانون څخه دومره کلکه دفاع کوي؛ چې سر، مال او آن خپل ناموس به هم ترې نثارولای شي! اما دا لعنتي ټولنه به بیا هم د امریکا په نغوتو سره د دوی حقوق پایمالوي او د حق ناره به یې په ستوني کې ور بندوي؟
لنډه یې دا چې بین المللي ټولنه یوازې په ښکاره بین المللي پېژندل شوې ، مګر اصلاً دا یوه امریکایي مقننه قوه او شورا ده چې د امریکا او متحدینو د ګټو لپاره یې کار کوي ؛ د نورو ملکونو غړو ته دوی معاشونه ورکوي او د اجیرانو په توګه کار ترې اخلي.
رسنۍ هم داسې …
هېڅ خبري رسنۍ آزادانه خپرونې نشي کولای، یا خو لږ تر لږه د حاکمو نظامونو سره د پیسو په مقابل کې اجرتي فعالیت کوي، خو د لوډسپېکر په توګه به یې شاته دوه لینه بسته وي؛ چې د دستګاه کار به یې حاکم نظام، یا مافیا په غاړه لري.
که ریښتیا بین المللي ټولنه خپلواکه او د بیان آزادۍ ته ژمنه وي؛ نو ولې په نړۍ کې آزادي غوښتونکو ډلګیو او حرکتونو ته د رسنیز فعالیت اجازه نه ورکوي؟
د بېلګې په توګه: په افغانستان کې یې ډمانو ته هم د خبري رسنیو د فعالیت اجازه ورکړې اما طالبانو ته د یوې راډیو د فعالیت اجازه هم نه ورکوي؛ تلویزیون خو لا پر ځای پرېږدئ! حال دا چې زور او قوت یې تر ټولو همدوی ته ښه معلوم شوی؛ ځکه چې دا دی دا نولس کاله سره سینه په سینه دي، خو اوس یې امریکا په ګونډو کړې ده، یوازې آخري ګذار یې پاتې دی؛ چې په ځمکه یې څملوي او بیا خپل ټول شرائط پرې ومني.
خو نه! دا د همدې ادعا ثبوت دی چې بین المللي ټولنه د امریکا غلامه او اجیره شورا ده، که نن امریکا له طالبانو سره جوړه شوه، نو سبا به حتمي طالبان هم خپل رسنیز فعالیت شروع کړي او بین المللي ټولنه به بیا تر ټولو د دوی فعالیت ډېر ستایي.
تاسو وګورئ! پرون د همدغې بې شرمې ټولنې پرېکړه وه چې طالبان به یا وژل کیږي او یا به تسلیمیږي؛ دریم آفشن نه لري؛ ځکه چې دا خلک ترهګر دي! اما نن بیا هغه دی! امریکایان په یوه مېز خبرې ورسره کوي او بین الملل څوړ سر وایي چې: موږ د دغو خبرو پلويان یو؛ نو آیا همدا موقف د بین المللي ټولنې اسارت او بلواکي نه ثابتوي؟
د طالبانو خبرې اوس وخت کې یوازې 10 % رسنیزې شوې، خو همدغې سلنې یې په مخالف لوري کې پلویان تر 30% هم واړول؛ نو که چېرې د طالب لوري اخبار له تور شیطاني لېست څخه ووت؛ یقین لرم چې ویښ مخالفین به یې قطاً مخالفت لا و نه کړي، ځکه چې طالبان انعطاف پزیر خلک دي، که یې مشرانو ته ملت تنده او ترخه هم وکړي؛ دوی یې په مسکا سره زغمي.
تجربه یې کړئ! هره فحاشي که رسنیزه هم شي څوک یې مخالفت نه کوي اګر که هغه به د یوې کورنۍ عصمت او عفت له منځه وړي، خو که چا د امریکې خلاف د حق ناره پورته کړه، رسنیز خدمت به یې بلک لېست ته لویږي؛ لکه په سوشل میډیا کې حقپرست انټرنیټي اکاونټونه! چې یو یې هم تر نیم کال نه اوړي؛ مګر د فحاشیو خپروونکې پاڼې په لسګونو کلونه فعالیت کولای شي او هېڅ بین المللي تحدید نشته ورته؛ حال دا چې هلته به د یوې شریفې نجلۍ یا هلک سره خشونت آمیز جنسي تېری شوی وي.
خو نه! انصاف او عدالت نشته، ځکه خو نه د بیان آزادي لرو او نه مو هم رسنۍ خپلواکې دي.
















