کورنیو چارو وزارت: د ټاکنو امنيت لپاره سل زره عسکر چمتو شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۵، دوشنبه)

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحيمي وايي، د ۲۰۱۹م کال د ولمشرۍ ټاکنو د امنیت لپاره سل زره عسکر چمتو شوي دي.

د رحيمي په وینا، په دغه عسکرو کې به ۷۲۰۰۰زره د ټاکنو امنیت ساتنې دنده په غاړه لري او ۳۰۰۰۰ نور به هم منتظر وي چې د ضرورت پر وخت به اقدامات ترسره کوي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره څه باندې يوولس میليونه رايو پاڼې چاپ شوي او ټولو ولايتونو ته د ټاکنيزو موادو د ليږد لړۍ بشپړه شوې، یوازې ولسواليو ته ليږل يې پاتې دي.

په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د انتخاباتو لپاره ۶۷۷۵ د رايو مرکزونه پرانيستي و خو سږ کال د انتخاباتو د مرکزونو شمير له پنځو زرو هم کم شوی چې لامل يې نا امني شودل شوې ده.

د تلي مياشتې شبږمه چې د روان ميلادي کال د سپتمبر له ۲۸ نيټې سره سمون خوري د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ورځ ټاکل شوې ده.

ډيری افغانان وايي، چې پر ټاکنو يې باور له لاسه ورکړی او د شنونکو په باور په ټاکنو کې د درغلیو او نا امنیو له کبله ښايي د اطرافي سيمو ترڅنګ په ښاري سيمو کې هم خلک د ټاکنو ځای ته ولاړ نه شي.

تر دې مخکې طالبانو ګواښ کړی چې ټاکنې به ګډوډوي او خلک يې انتخاباتي مرکزونو ته له ورتګ منع کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button