مرکزي بغلان کې طالبانو پنځه ويشت پوستې او پوځي مرکزونه نيولي؛ يوويشت عسکر ورته تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۵، دوشنبه)

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې طالبانو په پوستو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي چې په وینا يې لسګونه کلي او پوستې يې تر خپل واک لاندې راوستي دي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يې د بريدونو پر مهال دوويشت پوستې، څلور بيسونه نیولي او له پنځه ويشت کليو يې کنترول ترلاسه کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغه نښتو پر مهال اوولس عسکر وژل شوي، نهه ټپيان او پنځه تنه طالبانو ژوندي نيولي زياتوي اووه ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

دغه راز طالبانو په یوه جلا خبرپاڼه کې ويلي، چې په یاده ولسوالۍ کې يوويشت عسکرو خپلې دندې خوشې کړي او طالبانو سره يوځای شوي دي.

طالبانو د تسليم شويو عسکرو نومونه او شهرت خپور کړی زياتوي په یادو کسانو کې پوليس، اربکيان او عسکر شامل دي.

طالبان وايي، دغه کسان د دعوت ارشاد کمېسیون په هڅو له دوی سره یو ځای شوي او ژمنه يې کړې چې بيا به دولتي ليکو کې دندې نه کوي.

طالبان د تسليميدونکو عسکرو، چارواکو او دولتي کارمندانو لپاره د دعوت ارشاد او جلب و جذب په نوم ځانګړی کمېسیون لري چې وخت ناوخت ورته دولتي منسوبين تسليمیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button