صابرجان محصل
له دې کلي چیرته لرې یو ځای ځمه
دسحرا د غره لمن کې اړوومه
چې خبر شم د مین د زړه له درده
د دردمنو مینانو داسې چم کې اړوومه
په دې کلي کې د خلکو اواز خپ دی
له بلبل سره په خواکې په چمن کې اړوومه
دلته مینه مینه نشته زړونه کاڼي دي دخلکو
د بورا د شمعې خوا کې په بغل کې اړوومه
چې ترې زده کړمه قیصې تل د ادب
له رحمان سره په کلي بهادر کې اړوومه
جام به څه څه به یې هوش څه به یې نشه وي
چی نه مست یم نه بې هوشه داسې خم کې اړوومه
له غمونو د دنیا چې بېګانه شم
د جانان کلي په خوا کې د یار غم کې اړوومه
زه.صابر. به تل د حسن غلامي کړم
ځم د حسن په بازارکې په محل کې اړوومه
















