سعودي کې د تیلو پر مرکزونو برید؛ نړیوال بازار کې د تیلو بیه مخ پر لوړیدو ده

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۵وږی، ۱۳۹۸)
څو ورځې وړاندې په سعودي عربستان کې د تیلو پر سترو او مهمو مرکزونو باندې بریدونه وشول چې دروند مالي زیان یې واړولو.
د تیلو په دې مرکزونو له برید وروسته په نړیوال بازار کې د تیلو بیې مخ پر لوړیدو روانې دي.
امریکا کې هم له دې بریدونو وروسته د تیلو بیې لوړې شوي او مخ پر زیاتیدو روانې دي.
که څه هم له تیرو څو میاشتو راهیسي په نړیوال بازار کې د تیلو بیې لوړې وې خو له دې تازه بریدونو وروسته نورې هم لوړې شوي دي.
د راپورونو پر اساس چې په سعودي کې د تیلو پر زیرمو له برید وروسته دا مهال په نړیوال بازار کې د تیلو تولید ۵ سلنه کم شوی دی.
همدا رنګه د خامو تیلو په یو بیلر کې ۱۹سلنه لوړوالی راغلی چې له مخې یې اوس د یو بېرل بیه تر ۷۱،۹۵ ډالره پورې رسیدلې ده.
تر اوسه لا دا نه ده مالومه چې په سعودي عربستان کې د تیلو پر مرکزونو برید چا کړی خو د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره ورځ د دې بریدونو پړه پر ایران ورواچوله.



