کندهار؛ د حاکمو کړیو له لوري دانسانانو لپاره د کربلا مېدان ګرځېدلی

راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي
کندهار ولایت دحاکمې طبقې له لوري د انسانانو قصاب خانه ګرځېدلې، دجنرال رازق پاتې شوني شاګرانو په کندهاري ولس له کربلا بد وضعیت راوستی.
تردې وړاندې ځینې افغانانو دڅو ګوتو په شمار کندهاریانو ژړا او فریاد یوه تبلیغاتي حربه او شخصي تعصب باله؛ خو اوس غوڅ اکثریت دکندهار په وحشت اوښکې تویوي.
دکابل پوهنتون استاد《محمود مرهون》 کندهار ته سفر کړی، او وروستي حالات یې له نږدې څارلي، نوموړي د ژورې اندیښنې په ښودلو سره دطالبانو دمشر په شمول ځینې نورو قومي اوسیاسي مشرانو ته یو پرانیستی لیک لېږلی.
محمود مرهون دطالبانو مشر شیخ هبة الله اخوندزاده، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلاغا شيرزي، انجينر محمد عارف خان نورزي، حاجي کليم الله خان نقيبي، احمده شاه خان تره کي ته په یو برانیستي ليک کې خپل فریاد لیکلی.
مرهون وایي، ښاغلو!
کندهار چې د افغانستان معنوي او تاريخي پلازمينه بلل کېږي نن ورځ ستاسې د بې توجهي او عدم اتفاق څخه د خپل تاريخ په تر ټولو بدو ورځو کې قرار لري، امنيت يې صفر سوى، تعليم او تربيه يې له سره شته نه، روغتيا يې بېخي پر نيست شمار ده او تر ټولو خطر ناکه خبره دا چې نسلونه يې د تباهۍ پر لور روان دي.
مرهون ددې ټولو پړه ځکه پر یادو مشرانو اړوي چي اوسمهال د مشرتوب نوم پر دوی ياد دئ.
نوموړی حاکمو نظامي، ملکي او ولسي ادارو ته دفساد او بې کفایتۍ ګوته نیولې، او زیاتوي، کندهارامن نه دی بلکي د زندان په توګه خلک په وحشت او ډار باندې ژوند کوي، خلک له بيري سپوڼ نه سي وهلاى، ماشومان او ځلميان له فيلډر موټرونو، ترور او بندي کېدو څخه بيرېږي.
مرهون وایي، د کندهار د هري موضوع په اړه تر حکومت وړاندي پرېکړه د عينو مېني، لووالې او منډيګک حق بلل کېږي. د خداى روى ته و ګورئ کندهار او د کندهار ولس و ژغورئ.
مرهون لومړی پخوانی ولسمشر کرزی مخاطب کړی، او ورته یې لیکلي.
 کرزى صاحب! تاسي تر هر څه وړاندي کندهارى ياست او زه مطمئن يم چي په کندهار کي مو هيڅوک خبره مځکې ته نه اچوي د دغه ولسونو او مشرانو را ټولول ستاسې مسوليت دی، کندهار د زکندن په حالت کې دی او په قتل کې يې ستاسې بې توجهي ستاسي برخه بلل کېدلاى سي.
استاد مرهون دکرزي ترڅنګ ذکر شوي قومي او دولتي مشرانو، هر یو جدا جدا مخاطب کړی، ژړا یې ورته کړې او غوښتنه یې ترې کړې چې دکندهار ولس له حاکمو قصابانو خلاص کړي.
استاد مرهون آخر کې دطالبانو مشر ته په یو عجیب انداز خپل غږ رسوي او وایي، یو تر ټولو جدي او د عذر خبره مې تاسې ښاغلي ملا هيبت الله اخونزاده ته ده!
ښاغلې شیخ صاحب! ته پوهېږې موږ ستاسې له پخواني اميرالمؤمنين ملا محمد عمر اخوند سره د شمال پر هر طاق يو کندهارى ځوان د شر او فساد د ختمولو له پاره شهيد درکړی دی، امارت مو له کندهاره درسره جوړ کئ، وروسته چي څه پېښ سول وروسته کيسه ده، ستاسي په اوسني جنګ کي، په پخواني جهاد کي او په بله هره دوره کې تر ټولو ډېره قرباني موږ کندهاريانو ورکړې ده.
محترم شیخ صاحب! خپله هم يو کندهارى يې او کندهاریان له نږدې پېژنې، لطفا ددې ملت دارامۍ او سوکالۍ په پار دې مظلوم ملت سره مرسته وکړئ، د ملاصاحب د سراى چاپو، د فيلډرانو ډار، د حکومت جبر او نورو هر څه د ښار خلک ليوني کړي دي ښه او بد ځيني ورک دي يو څه رحم او کرم وکړئ او دې خلکو ته لږ د ژوند کولو زمینه برابره کړئ.
داستاد مرهون هغې کیسې د ډیرو افغانانو زړونه زخمي کړي چې د یو ورک بچي مور دخپل بچي پوښتنه ترې کوي او ورڅخه غواړي چې بچی مې په تا دی، ته به یې راپیدا کوې.
مرهون لیکلي، زما زوی به ته راپیدا کوې، ته مې په تلویزونو کې لیدلی یې، سپینې سپینې خبرې کوې؛ ځکه مې دخپل ورک بچی په اړه له غمونو ډک زړګی تاته راووړ، بچی مې غواړم!
مرهون زیاتوي، دایوه پخه ښځه وه، نه پوهیږم چاخبره کړې وه چې زه ولایت ته راځم؟ راغله ودرېده، او راته یې وویل چې شناخت دې ډېر دی، زوی مې راپیدا کړه! خوما رډ رډ ورته کتل او دحال په ژبه مې دبې وسۍ اظهار کاوه.
مرهون وړاندې لیکي، کوم ارقام چې ماسره سته تېرو اتلسو کالو کې کندهاري حکومت دکندهاري شاه ځلمو تر اتلس زره زیاتې ککرۍ خوړلي چې داټول ملکیان وو.
نوموړي دخپل فریاد پر دوام لیکلي، دلته له پښتونخوا ډیر ظلم شوی، تربلوڅو زیات ښاري ځوانان په صحرایي محکمو کې وژل شوي، خو ټول پرې چپ دي.
ترټولو دردمنده دا چې یوکندهاري ځوان بیا د روان وحشت دوام ته اشاره کړې او له یادو مشرانو یې غوښتي، که مو ژغورلای نه سئ، که مو له دغه وحشته خلاصولای نه سئ، لږ تر لږه کندهاري قصابان دېته تیار کړئ چې مړي مو لمر ته مه غورځوئ، دومره په لږ قيمت مو دوريندارې پړونی مه پلورئ، لطفا که دانسانیت حقوق نسئ راکوی، دیوحیوان په حیث مو په قدر او عزت ذبحه کړئ.
دیادونې وړ ده چې تیره ونۍ یوشمېر کندهار مېشتو بااحساسه ځوانانو په یولیک کې دکندهار روان وضعیت تشریح کړی وو، او غوښتنه یې کړې وه چې دوی دې وژغورل سي.
یاد لیک کې لیکل شوي وو چې له مساجدو امامان، او له مدارسو ټولی ټولی طالبان وژل کیږي او زنداني کیږي خو څوک یې پوښتنه نه کوي، دوی په خاص ډول طالبان مخاطب کړي وو چې روان ظلم څخه دې خلاص کړل شي.
تېره ورځ خواله رسنیو کې یوشمېر عکسونه خپاره شول چې دانسانانو لاسونه اودبدن نور هډوکي سیلابونو له ریګونو څخه راښکاره کړي و، داد هغه  نوم ورکو کندهاریانو مقبره یاده شوې وه چې دجنرال رازق له لوري په مرموز ډول وژل شوي وو.
بالآخره ویلی شو چې کندهار انسانو ته قصاب خانه ګرځېدلې، دمظلومو ژغورنه دهر مسلمان وجیبه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button