د پيازو روغتيايي ګټې!!

راټولوونکی: غورځنګ

پخوا به خلکو د طبیعي ناروغیو او د دردونو په درملنه له طبیعي توکو او يا هم له طبيعي بوټو څخه  ګټه اخیسته چې دغه ګټه به هم ارزانه او هم اسانه وه ځکه هغه مهال درمل جوړونه نه وه، يعنې دا چې درمل جوړونه نه وه په همدې وجه به بې کيفيته درمل هم نه وو موجود، که به د د يوه مريض لپاره کوم طبيب د کوم بوټي د خوړلو سپارښتنه وکړه نو که به چېرته هغه د هغه بوټي خوراک د نوموړي مرض لپاره کار ورنه کړ نو داسې به هم نه وو چې هغه بوټی دې انسان ته نور تاوان وکړي، چې اوسنۍ دوايي همداسې دی يعنې که چېرته کوم مرض ته ګټه ونه کړي نو خامخا تاوان کوي. نو دا چې بې کیفیته درمل نه وو موجود، ناروغۍ هم کمې وې، او د ناروغیو پروړاندې د انسانانو مقاوت ډېر و. خو اوس، موږ که معمولي هم پر سر درد شي، ډاکټر ته مو منډه اخیستې وي، او ډاکټران هم ماشاء الله یو پنډ دوا درته کتار کړي، درد آراموونکي درمل خوړل خو د ډاکټر له مشورې پرته هسې هم خورو! د روغتیايي چارو اړوندې “بولډ سکای” په نامه وېبپاڼې یو راپور خپور کړی، چې وايي مېوې، سبزیجات او موجوده بوټي تر ډېره په هر کور کې موندل کېږي، چې د ډېری ناروغیو او دردونو دوا دي، د بېلګې په توګه پیاز: هېڅ داسې پخلنځی نه شته، چې پیاز پکې نه وي، ځکه چې په هر ډول خوړو کې کارول کېږي، خو ګڼ کسان یې د تریخوالي له کبله نه خوښوي. د پیازو ۶ اصلي ګټې په لاندې ډول دي: ۱. د پیازو اوبه او “جوس” د التهاباتو ضد ځانګړتیاوې لري، په پوستکي کې کوچنۍ سوځېدنې جوړوي، تازه پیاز میده کړئ او پر سوځېدلي ځای یې وموښئ، درد آراموي او ژر یې رغوي؛ ۲. د پیازو اوبه د حشراتو چیچلي ځای د درد آراموونکې دي، د تازه پیازو اوبه وباسئ او د پوستکي پر چیچل شوي ځای یې وموښئ؛ ۳. پیاز پښو کې د ټپونو د درملنې لپاره هم ګټور دی، هغه ټپ چې معمولاً د پښې په شاتنۍ برخه کې راڅرګندېږي او د (پښې د مېخ) په نامه یادېږي، د پیازو ټوټه پرې وموښئ، ډېر ژر یې له منځه وړي؛ ۴. پیاز د بدن د حرارت لوړه درجه هم راټیټوي. که مو تبه شوه، د پیازو ټوټې له خوب کولو مخکې پخپلو جورابو کې کېږدئ، داسې چې د پښې پر تلې مو پیاز ښه ونښلي، دا کار د بدن د حرارت لوړه درجه راټیټوي، او له پښې نه مو زهر زبېښي؛ ۵. که چېرې مو زړه بدېږي (کانګې) درځي، نو د پیازو دوه قاشوغې اوبه وڅښئ، کانګې مو دروي او زړه بدوالی مو کموي؛ ۶. که مو وېښتان ژر نه راشنه کېږي، هره ورځ د پیازو اوبه پر خپل سر وموښئ، او په شامپو له مینځلو وړاندې یې د یوڅه وخت لپاره پرېږدئ، پیاز د وېښتانو فولیکولونه هڅوي، او په چټکۍ د وېښتانو وده ډېروي.

مربوطه مطالب

Back to top button