د کمونیزم چوپړمار د فیوډالیزم په چوپړ کې

څارنوال حشمت عبیدي

څوک چې وجدان نلري له هغه ګیله نده په کار چې هر ډول شنیع  عمل ته لاس اچوي، ځکه په عربي ژبه یو متل دی چې وایی: اذا فاتک الحیاء ففعل ما شئت، یعنی چې کله درنه حیا لاړه بیا چې هر څه کوې کولای یې شي.

کمونستانو خپل  وجدان هغه مهال په روسانو وپلورلو چې د افغانستان پیاوړي او غښتلي حکومتي سیستم یې د روسانو په مستقیمه قومانده دړې وړې کړ، او د افغانانو آرام او سوکاله ژوند یې وتروړلو او برسیره پر دې یې په لکونو افغانان له تیغه تیر کړل، او زنده باد د افغان شوروي دوستي او مرګ بر امریکا او امرګ بر فیوډالیزم شعارونو ورکول باندې یې خپلې  خیرنې خولې وشلولې.

خو کله یې چې ولیدل چې د روسیې منحوس ځواک مخ په شړیدا شو او افغاني کمونستانو باندې یې هغه نمړۍ بندې کړې چې دوې پرې پاییدل نو د مجاهدینو د راتګ او ورپسې د طالبانو د راتګ پر مهال خدای تعالی دومره خوار او ذلیل کړل چې آن د مجاهدینو او طالبانو یو کوچني ماشوم ته به یې په دواړو لاسونو سلامونه کول.

خو ورو ورو وخت په تیریدو شو او بالآخره افغانستان ته امریکا راغله، نو کله چې دغو بې وجدانه او بې ضمیره کمونستانو د امریکایانو شنه ډالر ولیدل  نو د روسانو روبل یې نور هیر شول او روسانو د غلامۍ پر ځای یې د امریکا کاسه پاکی او چوپړوالي پیل کړه، ځکه چې له یې خوا یې وجدان نه درلود او له بلې خوا نور یې له لوږې ساه ختله، او پر  خدای تعالی او د هغه په رزق ورکولو خو هسی هم ایمان او عقیده نلري.

اوس د دې بې وجدانو هغه شعارونه هیر شول بلکې دا سرکوزي پرې سترګې پټوی چې ویل به یې مرګ بر امریکا او مرګ بر امپریالیزم جهان خور.

هوکی!

بې وجدانه بې وجدانه وي بې ضمیره  بې ضمیره وي او بې شرمه بې شرمه وي که هغه هر څومره خپله قافیه د سم انسان جوړه کړي خو هغه له داخل نه پلیت وي، هغه د صفا کیدا وړ نه وي، همدا وجه ده چې په اسلام کې مرتد  ته درې  ورځې  وخت ټاکل شوی چې یا توبه وباسي او یا باید قتل کړای شي، خو دا چې مجاهدینو دغو منحوسو کمونستانو ته د عمومي بخښني اعلان وکړ او دوې له مرګ او پوپنا کیدا وژغورل شول  خو دادی چې نن یو ځل بیا پر مسلمانانو سخته ورځ راغله هیواد یې د سرو کفارو په لاس اشغال شو، دوی نن بیا  له یرغلګرو سره ملا وتړله او داسلام او مسلمانانو پر خلاف یې  سنګر ونیو، خو دا بې  حیا کمونستان دې  په دې پوه شي  چې اختر پټ میړه نه  دی، حالت بدلیدونکي دي، د  افغانستان خاروه به خدای یوه ورځ بیا د خپل اصیلو بچیانو په لاس  کې کیوزي، دا ځل مجاهدینو او طالبان دا اشتباه نه کوي چې ستاسې یو کس ته هم عفوه وکړي، بلکې د  خپلو شومو اعمالو په سزا به هرو مرو ورسیږي.

افغاني کمونستانو به په  ډیر  فخر سره د روسانو دا فارموله خلکو ته تکراروله چې مونږ به په  افغانستان  کې د (ز) فارموله تطبیقوو، خو خلک نه پوهیدل چې د (ز) فارموله به څه ته وایی؟ چې بالآخره یې په ځانګړو غونډو کې د (ز) له فارمولې نه پرده پورته کوله چې مطلب یې  وو (زن، زمین او زر) یعنی داسې یو نظام به په افغانستان کې راوړلو چې دلته د ټولو ښځې، لوڼې، او خویندې او ځمکه او زر سره شریک وي. خو خدای تعالی د مومنو افغانانو په غښتلو مټو داسې نیشت او نابود کړل چې نن سبا یې د لیوانو په څیر د پسونو پوستکی اغوستي.

مربوطه مطالب

Back to top button