طالبان د معارف کارکوونکوته : تعلیمي ادارو کې د انتخاباتي مرکزونو د جوړيدو اجازه مه ورکوئ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۷، چهارشنبه)
طالبانو یو ځل بيا له خلکو او په ځانګړي ډول د معارف له کارکوونکو غوښتي چې د ولسمشرۍ ټاکنو او کمپاینونو ګډون ونه کړي.
د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسيون په خپره کړې اعلاميه کې ولمشرۍ انتخابات تير ايستونکي، د اشغالګرو په ګټه بللي زياتوي: “ اشغالګر غواړي یوځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ترنامه لاندې یو تش په نامه ولسمشر رامنځته کړي او بیا د خپل اشغال د تداوم لپاره زمینه برابره اوپر دې مظلوم ملت باندې دڅه وخت لپاره د وحشتونو لړۍ جاري وساتي”.
طالبانو د تعلیمي ادارو له کارکوونکو او مسؤولینو غوښتي چې تعلیمي ادارو کې د ولسمشرۍ کمپاين غونډو او انتخاباتي مراکزو جوړولو ته اجازه نه ورکوي او نه دې ورسره ښوونکي او زده کوونکي د ټاکنيزو کارکوونکو په توګه دندې کوي.
طالبانو تر دې مخکې هم پر انتخاباتي مراکزو د بريدونو ګواښونه کړي او د تعلیم او تربيې د عالي تحصيلاتو کمېسیون ويلي چې اسلامي امارت نه غواړي چې د مجاهدینو په بریدونو کې عام اولس یا د تعلیمي ادارو استاذانو او شاګردانو ته مالي او ځاني زیان ورسیږي.
اعلامیه کې راغلي، چې د تعلیمي ادارو استاذان او ښوونکي باید د دښمن له سیاسي پروسو ځان کاملا لرې وساتي او اجازه دې نه ورکوي چې اشغالګر او اجیران یې له ښوونځیو څخه د خپلو شیطاني پروسو د اجراء لپاره کار واخلي.
طالبانو ولسمشرۍ انتخات د ټاکنو په نوم جعلي پروسه بللې په وینا يې هيڅ اسلامي او افغاني ماهیت او مشروعيت نه لري.



