عمران خان: دطالب او امریکایي ټیمونو ترمنځ ولاړو خبرو پیل کې به مرسته وکړو

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دپاکستان لومړي وزیر عمران ویلي چې دطالبانو او امریکایانو په ټپه ولاړو خبرو پیل کې به دمنځګړي په حیث هیڅ راز مرسته ونه سپموي.
رویټرز اژانس د نوموړي له قوله ویلي، د افغانستان د روان بحران یوازینی حل سیاسي ډیالوګ دی، او دوی په دې برخه کې ورترغاړې مسئولیت منلو ته تیار دي.
عمران خان داسې مهال د ولاړو خبرو پیل غواړي چې وروس، ایران او چین هم ورته سپارښتنې او غوښتنې کړي دي، یادو هېوادونو هم روان جنګ له سیاسي لارو دحل وړ بللی دی.
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه لس میاشتني مذاکرات لغوه اعلان کړل چې طالبانو پلازمینه کابل کې په ګرین ویلج او موټریز کاروان غبرګ موټربم بریدونه وکړل.



